دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۰
د مطلب کود : 259516
د کابل ښاروال: د اهل هنودو ستونزو ته پاملرنه کیږي
د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په افغانستان کې د هندوانو یا لږکیو هندوانو له یوې ډلې سره وکتل او د هغوی د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل ښاروال په دې کتنه کې ټینګار وکړ، چې هندوان او سکهان د افغانستان د نورو اتباعو په څېر د تابعیت له ټولو حقونو او امتیازاتو برخمن دي او دولت مکلف دی، چې د هغوی ملاتړ وکړي.
 
مولوي عبدالرشید دا هم زیاته کړې، چې د وکیلانو د تېرېدو لپاره به دوی ته د ټاکنو په لړۍ کې ونډه ورکړل شي.
 
په دې کتنه کې هندي اتباعو د خپل امنیت د تامین ترڅنګ له موجوده حکومت څخه د خپلو غصب شویو ځمکو په بېرته نیولو کې د مرستې غوښتنه وکړه.
 
هندو لږکي ته د حکومت له لوري د همکارۍ ژمنه په داسې حال کې ورکول کېږي، چې په تېرو ديارلسو میاښتو کې د اسلامي امارت پر مهال د دغه مذهبي لږکي پر عبادت ځايونو څو ځله بريدونه شوي او لسګونه کسان پکې وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdfn0x9yt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته