دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 261266
پاکستان له افغانستان سره د هوايي دهلېز له لارې د توکو د لېږد اجازه ورکړه
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت له افغانستان سره د هوايي دهلېز له لارې د توکو د لېږد اجازه ورکړې ده.
افغان غږ خبری آژانس: پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (عقرب ۳۰) د پاکستان د غالیو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنې په حواله خبر ورکړی چې پاکستان د دغه هیواد او افغانستان ترمنځ د هوايي دهلیز له لارې د مالونو د تګ راتګ اجازه ورکړې ده.
 
دغې ټولنې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوايي دهلېز په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ستونزې راکمې شي.
 
په همدې حال کې د پاکستان د غالۍ اوبدونکو او صادرونکو ټولنې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د بندرونو د خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د پاکستان د لاسي غالیو خام مواد له افغانستانه واردېږي.
 
دغې اتحادیې ویلي چې له افغانستان څخه د غالیو د اومو موادو د انتقال په برخه کې د ګڼو ستونزو له امله د هوايي دهلیز په جوړیدو سره د دوی ستونزې کمولای شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ځينو رسنيو له خوا داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې د افغانستان جوړې شوې غالۍ په پاکستان کې د غاليو د صادرونکو له خوا په زور او د دغه هېواد تر نامه لاندې پلورل کېږي.
 
https://avapress.com/vdciqzarqt1aqr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته