دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 275478
لوګر کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ګڼو ټولګټو پروژو کار پیل شو
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمېر ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په هغه غونډه کې چې پرون چهارشنبه د سنبلې په ۱ نېټه د محمدآغه ولسوالۍ د «دهنو» سیمې سیمه ییزو چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.
 
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رييس مولوي سيد امين هاشمي وويل، په دغو پروژو کې د مرکز او محمدآغه او خروار ولسواليو په ١٧٠ جريبه ځمکه کې د ١٦ زره ميوه لرونکو او غير ميوه لرونکو نيالګيو اېښودل، د ١٠٧ کيلومتره کانالونو پاکول او د ٢٠ سوه کيلومتره کانالونو جوړول شامل دي.
 
د هاشمي په وينا، دغه پروژې د خوراک نړيوال سازمان په مالي مرسته او د کرنې او مالدارۍ رياست په تخنيکي همکارۍ د نهو مياشتو په موده کې بشپړې شوې، چې په ترڅ کې يې ٢٠٠٠ تنو ته د کار زمينه برابره شوي وه.
 
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال پوهاند عثماني وايي، له وچکالۍ سره سره د کرنې او مالدارۍ ریاست د همکارو بنسټونو په مرسته د کوچنیو بندونو په جوړولو کې ښه پرمختګ کړی دی. هغه زیاته کړه: سږ کال د غنمو حاصلات څه باندې ۳۰ سلنه زیات شوي دي.
 
له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي چې په دې غونډه کې یې حضور درلود؛ وویل؛ له څو لسیزو وروسته، موږ ټول په سوله ایزه فضا کې د پرمختګ شاهدان یو.
 
ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په یوه برخه کې څرګنده کړه، لوګر د علماوو تاریخي ولایت او د جنګیالیو کور دی، د جهاد پیلامه ده، دې خاورې ډېرې قربانۍ ورکړي، لوی کانونه او ښه جغرافیوي موقعیت لري.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال هم له اړوندو وزارتونو وغوښتل چې د لوګر بیارغونې ته پوره پاملرنه وکړي.
 
ښاغلي ستانکزي وویل چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت او د هیواد د پرمختګ او همدارنګه د زراعت او سوداګرۍ په برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
 
بلخوا د لوګر مرستيال والي مولوي عنايت الله شجاع وويل چې اوس د هېواد د ابادۍ وخت دى. نوموړي له مرکزي ادارو وغوښتل چې د لوګر د پرمختګ لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
 
سیمه ییز چارواکي هم زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به په لوګر کې د یوه لوی څېړنیز فارم د جوړولو چارې پیل شي.
 
https://avapress.com/vdciywarvt1ay52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته