دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 277155
د کابل - جلال آباد پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د کابل - جلال آباد پر لویه لار د څو موټرو ټکر له امله ۱۴ تنه مړه او څلور نور ټپیان شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار چارواکي وايي، چې دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا ۱:۰۰ بجې د کابل د سروبي ولسوالۍ په "سروتیک" سیمه کې رامنځته شوې ده.
 
د دوی په خبره، دوه کرولا موټر، یو پراډو موټر او یوه لارۍ ټېلر له یو بل سره ټکر کړی دی.
 
د چلوونکو په وينا، په دې زنځير پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٤ کسان مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه د دې پېښې لامل څرګند نه دی.
 
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د کابل- جلال اباد لویه لار د غره د ښویېدو له امله د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه.
 
د اسلامي امارت د دفاع وزارت چارواکو اعلان کړی و، چې د مسافر وړونکو موټرو د تېرېدو لپاره یې یو طرفه سړک جوړ کړی او د لویې لارې پاکول او ترمیم به وخت ونیسي.
 
https://avapress.com/vdccpmqip2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته