دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۶:۳۹
د مطلب کود : 279172
موږ د اسراییلو لخوا د ماشومانو وژنه نشو زغملی / حماس د خپلې خاورې د آزادولو لپاره مبارزه کوي
د ترکیې ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې نیواکګرو سیمو ته یې خپل سفر لغوه کړی دی وویل حماس ترهګره ډله نده او د خپلې خاورې د آزادولو لپاره جنګیږی .
افغان غږ خبری آژانس: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار کړی، چې حماس یوه ترهګره ډله نه ده، بلکې «آزادی غوښتونکې» ده، چې د خپلو ځمکو او خلکو لپاره جنګیږی.
 
د ترکیې د اناتولیا خبري آژانس د راپور له مخې، اردوغان وویل، سره له دې چې اشغال شویو سیمو ته یې د سفر پلان درلود، هغه یې لغوه کړ او ویې ویل: موږ له اسرائیلو سره ښه نیت درلود، خو هغوی زموږ له نیک نیته ناوړه ګټه پورته کړه او ما اسرائیلو ته خپل سفر لغوه کړ.
 
هغه د یهودیانو او صهیونیسټانو ترمنځ توپیر وکړ او ویې ویل: یهودي خلک په دې ښه پوهیږي چې ترکیه یوازینۍ خاوره ده چې له پیړیو راهیسې د صهیونیسټانو ضد شتون نه لري.
 
د ترکیې ولسمشر په غزه کښې په وروستیو جنایتونو کښې د امریکې رول ته اشاره وکړه او وې ویل: امریکا به ناکامه شی ځکه چې نه غواړی په نړۍ کښې عادلانه حکومت وکړی. "په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې نیمایي وژل شوي ماشومان وو، او دا ښیي چې موخه یې د بشریت پر ضد قصدي جنایت دی."
 
د ترکیې ولسمشر څرګنده کړه:«ترکیه د اسرائیلو له حکومت سره کومه ستونزه نه لری، خو هیڅکله یې د اسرائیلو جنایتونه او د هغوی د فعالیت طریقه د یوې ډلې په توګه نه ده منلې او نه به هم د یوه دولت په توګه تصویب کړی.»
 
هغه د ترکیې او صهیونیسټ رژیم اړیکو ته په اشارې سره وویل: د ترکیې او اسرائیلو ترمینځ اړیکې عادي کیدلی شی خو انقرې د اسرائیلو له خوا کوم متقابل اقدام نه دی لیدلی .
 
اردوغان دغو قضیو ته په اشارې سره وویل: "د اکتوبر له اوومې راهیسې، اسراییل په تاریخ کې تر ټولو وحشیانه بریدونه ترسره کړي او زیاتره وژل شوي ماشومان دي. اسراییل د حکومت پر ځای د یوه سازمان په څېر چلند کوي." "په تاریخ کې تر ټولو خونړي بریدونه ترسره کیږي."
 
د ترکیې ولسمشر بیا وویل: "موږ د ماشومانو وژنه د اسراییلو عمل نه شو زغملی او اوس د دې وخت دی چې د هغو کسانو سره په کلکه خبرې وکړو چې ښځې او ماشومان وژني. موږ به د مظلوم په ملاتړ خپل باعزته دریځ له لاسه ورنکړو.»
 
هغه بیا د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د لویدیځ ملاتړ ته اشاره وکړه او ویې ویل: د امریکا او لویدیځ له ملاتړ سره سره اسرائیل نه شی کولای په دغه لاره کښې دوام ولری.
 
د ترکیې ولسمشر د غزې تر محاصرې لاندې خلکو ته د مرستو رسولو په ضرورت باندې په تاکید سره وویل: مونږ اته الوتکې چې غزې ته د بشردوستانه مرستو رسولې دي مصر ته استولې دي. "د غزې تړانګې ته د بېړنۍ مرستې رسولو لپاره باید یو بیړني بشري دهلیز رامینځته شي."
 
له دې مخکې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم له خپل قطری سیال سره په ګډ خبری کانفرنس کښې د فلسطین د خلکو په خلاف د صهیونیسټ رژیم د تیرې او تاوتریخجنو اقداماتو په نیوکې سره ټینګار وکړ: اسرائیل باید پوه شی چې په دغه حالت کښې به خپلې غوښتنې ونه منی.
 
فیدان څرګنده کړه: هغه کسان چې د خواخوږۍ تر نامه لاندې اسرائیل خپلو جنایتونو ته هڅوي، د غزې د تړانګې د خلکو په خلاف په جنایتونو کښې شریک دي.
 
اردوغان همداراز په غزه کې د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه او ویې ویل: "ټولې خواوې باید له دې محرکه لاس واخلي او سمدستي اوربند اعلان کړي. له سیمې بهر هېوادونه د اسراییلو د ملاتړ په نوم اور ته اور اچوي."
 
https://avapress.com/vdcd5n0xxyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته