افغان غږ خبری آژانس - هرات: په دغه علمي کنفرانس کې د غور ولایت والي ملا احمدشاه دین دوست د ښاري فرهنګ د ننګونو په اړه خبرې وکړې.
هغه په دغه ولايت کې د ترافيکي پېښو زياتوالي ته په اشارې سره وويل: د ښاري فرهنګ په اړه د خلکو نه پوهاوى او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول زموږ د زيات شمېر هېوادوالو د مرګ سبب ګرځي.
په لاندې برخه کې د فیروزکوه ښاروال مولوي امین الله شریفي د ښاري فرهنګ د ارزښت او موقعیت په اړه خبرې وکړې.
نوموړي له ټولو ښاريانو وغوښتل، چې د ښاري فرهنګ په ساتنه او پوهاوي کې فعاله ونډه واخلي او لا زياتې هڅې وکړي.
په دې کنفرانس کې د ښاري فرهنګ په اړه علمي او څېړنیزې پروژې چې د غور د لوړو زده کړو موسسې د علمي څانګې د مسوولینو له خوا ترتیب شوې وې، ګډونوالو ته وړاندې شوې.