دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 285860
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: اوسمهال په هېواد کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالې دي
نن د فبرورۍ دیارلسمه، د راډیو نړیواله ورځ ده، هغه وسیلې چې د نړۍ په پرمختګونو کې لوی رول لوبولی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شمېرو پر بنسټ په ټول هېواد کې ۲۸۰ راډیوګانې فعالې دي او اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د رسنيزو چارو معين مهاجر فراهي وايي: دا مهال دکابل په ګډون دهېواد په ټولو ولايتونو او ولسواليو کې شاوخوا ٢٨٠ راډيوګانې فعاليت لري.

له چاپي رسنيو وروسته په افغانستان کې راډيو دويمه رسنۍ ده چې په رامنځته کېدو سره اوس په هېواد کې سلګونه راډيوګانې په بېلابېلو محتوا سره فعالې دي. یو له دغو راډیوګانو څخه آریانا ایف ایم دی. یوه راډیو چې د معلوماتو تر څنګ د خلکو غږ د چارواکو غوږونو ته رسولو کې مرسته کوي.

د آریانا ایف ایم یوه کارکوونکې نبیله محمدي وايي: "د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې په ځینو کورونو کې ټلویزیون یا بریښنا نشته، زموږ د راډیو اوریدونکي حتی د ټیلیفون او په خپلو موټرو کې هم راډیو اوریدلای شي."

د اریانا ایف ایم یو کارکوونکی علي حیدري وايي: "له بدلونونو وروسته یو شمېر خصوصي او دولتي راډیوګانو په فعالیت پیل وکړ او راډیوګانو ډېر ښه موقف وموند."

په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستیال دفتر هم ویلي، چې له راډیو پرته د نړۍ تصور ستونزمن دی او دغه سازمان په افغانستان کې د بیان له ازادۍ ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کال کې ۲۴ نوي راډیوګانې جوړې شوې او ۱۹ نورې راډیوګانې چې خپرونې یې بندې وې بېرته فعالې شوې دي.

د افغانستان د ازادو خبريالانو د اتحاديې مشر حجت الله مجددي وايي: موږ په داسې حال کې د راډيو نړيواله ورځ نمانځو چې په افغانستان کې ٣٥٨ رسنۍ، ٢٥٨ رسنۍ لري چې شاوخوا ١٨٠٠ نارينه او ٢٧٠ ښځينه کارکوونکي په افغانستان کې د اطلاعاتو په رسولو بوخت دي.

د خبريالانو د معافيت د کمېټې مشر عبدالقديم وير وايي: په افغانستان کې دا مهال له ٢٥٠ څخه تر ٣٠٠ پورې راډيوګانې فعاليت کوي.

خو معلوماتو ته پر وخت نه لاس رسی د خبریالانو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه ده او ډېری رسنۍ له مالي ستونزو سره هم مخ دي.

په افغانستان کې د «کابل رادیو» په نوم لومړنۍ راډیو په ۱۳۰۴ کال کې تاسیس شوه او لومړنۍ خپرونې یې په ۱۳۰۶ کال کې خپرې شوې او له نږدې یوې پېړۍ راهیسې په هېواد کې فعالیت کوي./آریانا
https://avapress.com/vdcepn8w7jh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته