افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د حکل ۹ مه د اکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸۳ جریبه ځمکه د کوکنارو له شتون څخه پاکه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې ۱۷۳ جریبه، په لغمان ولایت کې ۸ جریبه او په هرات ولایت کې ۲ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې پولیسو ۶ تنه له کاپیسا ولایت، دوه تنه له ۱۲ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه چرس سره له نیمروز او یو تن له بغلان څخه له ۱ کیلو ګرامه چرسو سره د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ په پیل کې د بلخ ولایت امنیه قوماندان او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې نورو چارواکو د دغه ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د کوکنارو او چرسو د کښتونو د اړولو کمپاین پیل کړ.