دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 288034
په بېلابېلو ولايتونو کې ١٨٣ جريبه ځمکه له کوکنارو د کښت څخه پاک او د ٩ تنه ونيول شو
د کورنیو چارو وزارت په بدخشان، لغمان او هرات ولایتونو کې د ۱۸۳ جریبه ځمکې د کوکنارو له شتون څخه د پاکولو او په بدخشان، هرات او بغلان ولایتونو کې د نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تړاو د ۹ تنو د نیولو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه د حکل ۹ مه د اکس ټولنیزه شبکه کې ویلي چې له نشه ‎يي توکو سره د مبارزې پولیسو په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸۳ جریبه ځمکه د کوکنارو له شتون څخه پاکه کړې ده. 
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې ۱۷۳ جریبه، په لغمان ولایت کې ۸ جریبه او په هرات ولایت کې ۲ جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو پاکه شوې ده.
 
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه، چې پولیسو ۶ تنه له کاپیسا ولایت، دوه تنه له ۱۲ کیلوګرامه تریاک او یوه اندازه چرس سره له نیمروز او یو تن له بغلان څخه له ۱ کیلو ګرامه چرسو سره د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ په پیل کې د بلخ ولایت امنیه قوماندان او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې نورو چارواکو د دغه ولایت په کلیو او ولسوالیو کې د کوکنارو او چرسو د کښتونو د اړولو کمپاین پیل کړ.
https://avapress.com/vdcaeanuy49naw1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته