دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 38732
پنیتا: جنګي ستراتیژي په ټولپوښتنه کې نه شي ټاکل کېدای
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا وايي چې جنګي ستراتیژي په نظرپوښتنه کې نه شي مالومېدای او د متحدو ایالتونو حکومت به د خپلو خلکو له بې باورۍ سره سره د افغانستان د جګړې په اړه خپلو پلانونو ته دوام ورکړي.
تاند - د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا وايي چې جنګي ستراتیژي په نظرپوښتنه کې نه شي مالومېدای او د متحدو ایالتونو حکومت به د خپلو خلکو له بې باورۍ سره سره د افغانستان د جګړې په اړه خپلو پلانونو ته دوام ورکړي.

پنیتا دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د نیویارک ټایمز او سي بي ایس نیوز تلویزیوني چاینل په یوه ګډه نظرپوښتنه کې ۶۹ فیصده پوښتل شویو امریکایانو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له حضور سره مخالفت وکړ. دوی همداراز ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه په سم ډول پرمخ نه ځي.

خو دفاع وزیر لیون پنیتا وویل:« په دې کې شک نشته چې امریکایان له (دې) جګړې ستومانه شوي دي خو خلک باید له دې هم خبر واوسي چې په افغانستان کې امریکايي پوځیان د دې لپاره په جګړه بوخت دي چې بیا د ۲۰۰۱ کال په شان په امریکا کې بریدونه ونه شي او القاعده شبکه په افغانستان کې د خوندي پناهځایونو له موندلو راوګرځوي.»

افغان وسله والو طالبانو، چې ظاهراً په افغانستان کې د لوېدیځو ځواکونو په تېره بیا د امریکايي پوځیانو د حضور په نوم جګړې ته دوام ورکوي د امریکايي چارواکو د دې پلمې د ځواب ویلو لپاره حتی یو ځل هم نه دي ویلي چې د دوی او القاعده اجنډاوې سره توپیر لري او حاضر نه دي چې بیا القاعده شبکې ته د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړي.

خو له دې سره سره په امریکا کې د افغانستان له جګړې سره د خلکو مخالفت مخ پر زیاتېدو دی. د نیویارک ټایمز او سي بي ایس وروستۍ نظرپوښتنه ښیي چې د تېرو څو میاشتو په پرتله د امریکایانو مخالفت له دې جګړې سره خورا په تېزې مخ پر ډېرېدو دی. څو میاشتې پخوا د افغان جګړې د مخالفانو او موافقانو ترمنځ ډېر توپیر نه و.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau0ne.49nae1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته