دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۲
د مطلب کود : 46941
پنیتا: په امریکایي او ناتو ځواکونو باندې د حملو له امله زیات اندیښمن یم
ازادی رادیو، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا وایي، په افغانستان کې په امریکایي او ناتو ځواکونو باندې د وروستیو حملو له امله زیات اندیښمن دی.

پنیتا وایي، دښمنان هڅې کوي د افغان او ایتلافي ځواکونو ترمنځ موجود باور او اعتماد زیانمن کړي.

دی زیاتوي، دښمن په دي حملو سره غواړي ځان ته یو ډول اعتبار حاصل کړي.

د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه، چې په ایتلافي ځواکونو باندې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره به د استخباراتې او کشفي ماموریتونو او دغه راز نورو لازمو اقداماتو څخه کار واخلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb89ba.rhb0ap3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته