دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 52253
پنیتا: په راتلونکو اوونیو کې به له افغانستان سره امنیتي تړون نهايي شي

تاند- د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا پرون وویل چې واشنګټن به په راتلونکو څو اوونیو کې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور او هدف په باب پرېکړه وکړي.

پنیتا، چې استرالیا ته روان و، په الوتکه کې خبریالانو ته وویل:«زما هیله دا ده چې موږ به دا پروسه په راتلونکو څو اوونیو کې بشپړه کړو. ډاډه یم چې موږ به له ۲۰۱۴ څخه وروسته د اوږدې مودې لپاره د خپلو عسکرو د شمېر په اړه نتیجې ته ورسېږو.»

ده همداراز وویل چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال الن پر ځینو انتخابونو مخکې لا کار کړی او توقع دا ده چې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان به افغان امنیتي ځواکونه روزي او محدود شمېر نور به د القاعده پرضد تروریستي ضد عملیات کوي.

ده وویل:«په ټولو انتخابونو غور روان دی.»

راپورونه وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی حاضر نه دی چې د افغان قوانینو په وړاندې امریکايی پوځیانو ته مصونیت ورکړي.

ځیني کتونکي شک کوي چې کرزی د دې لپاره پر امریکا فشار راوړي چې امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د ده شرطونه ومني. د دغو کتونکو په وینا امریکا په هیڅ صورت حاضره نه ده چې پوځیان یې د افغانستان له عدلي او قضايي تعقیب سره مخامخ شي.

امریکا له ۲۰۱۴ وروسته غواړي چې یو شمېر پوځیان یې په افغانستان کې پاتې شي. امریکا وايي چې که د دوی هر پوځي کوم جرم کوي نو امریکایان به یې په خپله محاکمه کوي. خو د افغانستان حکومت تراوسه پوري د امریکا دا شرط نه دی منلی.

نړیوالې ټولنې ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به د افغانستان د امنیتي ځواکونو معاش او نور لګښتونه په غاړه واخلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcexw8n.jh8wni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته