دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 43116
پنیتا: واشنګټن باید له پاکستان سره پر مرستو شرایط وضع وکړي
پانیتا د بودجې په اړه د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل، واشنګټن دې پر پاکستان مرستې نه بندوي بلکه شرایط دې پرې کښیږدي.
د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیتا وایي، واشنګټن باید له پاکستان سره پر مرستو شرایط وضع وکړي.

پانیتا د بودجې په اړه د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل، واشنګټن دې پر پاکستان مرستې نه بندوي بلکه شرایط دې پرې کښیږدي.

هغه وویل، د ترانزیتي لارې د بندولو په اړه د پاکستان پریکړې، متحدو ایالتونو ته په افغانستان کې دیره ځواکونو ته د اکمالاتو رسولو لګښتونه میلیونونه ډالر زیات کړي دي.

پاکستان د غه ترانزیتي لار تیر کال د ناتو د هوایي برید په ځواب کې چې ۲۴ پاکستاني عسکر یې ووژل، بنده کړې ده.

متحدو ایالتونو د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هغه هیت یې بیرته واشنګټن ته ستون کړی چې د دغې لارې د بیرته پرانیستلو پر مسلې د خبرو لپاره اسلام اباد ته استول شوی و.

یوه مسله چې د موافقې په لاره کې خنډ دی، د شوي هوایي برید په اړه له متحده ایالاتونو د پاکستان د بخښنې غوښتنه ده، چې پنتاګون یې تر اوسه له پوره کولو ډډه کړې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccesq0.2bq1s8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته