دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 46878
کنینګهم: له افغان حکومت سره د طالبانو د سولې پر خبرو د غور کولو نخښې لیدل کیږي
ازادی رادیو، په کابل کې د امریکا نوی سفیر وایي، د اسې نخښې لیدل کیږي، چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو غورکوي.

جېمزکنینګهم دا څرګندونې پرون په کابل کې په یوې خبري غونډه کې وکړې. هغه پرون د امریکا د نوي سفیرپه توګه رسماً په کارپیل وکړ.

کنینګهم وویل، چې مختلف عناصر په دې مساله کې رول لوبوي، تراوسه پورې د یوه لوري هڅو هم مشخصه نتیجه نه ده ورکړې؛ خو موږ داسې نخښې وینو، چې طالبان اوس په دې غور کوي، چې په راتلونکې کې څه ډول لاره غوره کړي.

هغه همدا شان وویل، چې متحدو ایالتونو تراوسه پورې په دې اړه، چې ایا د ګوانټامو له زندان څخه طالب بندیان خوشې کړي او که نه؟ پریکړه نه ده کړې.

د امریکا نوي سفیر د سولې په خبرو د پاکستان رول هم مهم وباله او ویې ویل؛ چې موږ غواړو، چې پاکستان په دې برخه کې د همکاری یومثبت رول ولوبوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaaany.49ni01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته