دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 73998
په لغمان کې ماین چاودنې څلور تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده
چارواکي وایي، په لغمان ولایت کې ماین چاودنې څلور تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي؛ چې پرون د جمعې په ورځ د دې ولایت د اليشنګ ولسوالۍ په کردي سالاب سيمه کې د وسله والو له لورې د سړک پر غاړه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي.
ځواک وايي، چې دغه خلک پر سړک پلي روان وو چې؛ ماین پرې چاودلی دی.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdjn05.yt0sn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته