دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۱
د مطلب کود : 85959
طالبانو په فاریاب کې د یوه قوم ۲ مشران ووژل
تاند- د فاریاب امنیه قومندان نن وویل چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې دوه قومي مشران وژلي دي.
د فاریاب امنیه قومندان توریالي عبدیاني خبریالانو ته وویل، طالبانو د یوه قوم دوه مشران، چې غلام سخي او سید ارباب نومېږي، وژلي. ده ونه ویل چې دا دوه تنه د کوم قوم مشران ول.
ده زیاته کړه:«دا دوه تنه پرون /سې شنبه/ په قیصار ولسوالي کې د طالبانو له لوري وویشتل شول.»
د عبدیاني په وینا په حمله کې دوه پولیس او درې طالبان هم ووژل شول.
په قیصار ولسوالي کې خلکو رسنیو ته ویلي چې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
په افغانستان کې د ملګروملتو استازندوۍ دفتر درې اوونۍ مخکې په خپل راپور کې په افغانستان کې د قومي مشرانو د هدفمنو وژنو په خاطر اندېښنه ښکاره کړه او د دولت له وسله والو مخالفانو یې وغوښتل چې هدفمنې او قصدي وژنې بس کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری آژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnn0j.yt0kk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته