دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 134953
د پاکستان او افغانستان اړیکی؛ د یو ملی عمل خالی جالی
ددی وروسته چی رییس جمهور اشرف غنی د آسیا د زړه په شپږم کنفرانس کی یو ځل بیا پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی وبلل، ددی هیواد رسنی په ډیر شدت سره د هغه په وړاندی عکس العمل وښوده.
ځینی پاکستانی رسنی په ډیر بد، تند او خراب الفاظ د ښاغلی غنی په وړاندی استفاده وکړ.
د رییس جمهور یو ویاند وویل چی هغه څه چی اشرف غنی د آسیا دزړه په کنفرانس کی پاکستان ته وویل، په منطقه کی د واقعیتونو انعکاس دی چی د افغانستان د رسنیو د پراخو استقبال لاندی قرار ونیوی.
ښاغلی غنی د آسیا د زړه په کنفرانس کی سرتاج عزیز( د پاکستان د امنیت ملی مشاور او بین المللی چارو مشاور) ته وویل چی ۵۰۰ میلیونه دالره چی پاکستان په سخاوتمندانه توګه و افغانستان ته متعهد سو، کولای سی په ډیر ښه توګه په پاکستان کی د افراط ګرایی د مخنیوی لپاره ځینی استفاده وکړی؛ ځکه چی د سولی بغیره هیڅ پیسی د افغانستان د خلګو اړتیا وی نه سی پوره کولای.
په افغانستان کی خلګ، رسنی، د نماینده ګانو مجلس او ددولت مخکنی مقامات، دښاغلی غنی ددی موضع ګیریو څخه په پراخه توګه ملاتړ وکړ.
په افغانستان کی د ښاغلی غنی ددی موضع ګیریو ښه راغلاست، د کارپوهانو له نظره، په دی معنی دی چی که حکومت، د هغه څه په وړاندی چی پاکستان د افغانستان په وړاندی ترسره کوی، یو ښه شفاف، صادقانه، قاطع او پر منافعو باندی مبتنی، امنیت او ملی حاکمیت لپاره پر وړاندی یی یو تصمیم ونیسی، دا به په افغانستان کی د ټولو سیاسی او اجتماعی ټولنو لخوا ملاتړ ځینی وشی او په دی ترتیب، د افغانستان حکومت به په آسانی وکولای سی خپل سیاستونه او رویکردونه د منطقی په وړاندی بالخصوص د پاکستان په وړاندی، د تروریزم او د هغه سره دمبارزی دلارو چارو په اړه، سوله او جنګ او... اجرا او یا عملی کړی؛ ځکه چی د حکومت د عملی او اجرا لپاره یو د اړتیا وړ څیز د ملی او خلګو ملاتړ دهغه حکومت د سیاستونو څخه دی.
د پوهانو په باور، ددی رویکرد ځای د افغانستان د خارجی سیاست په حوزه کی بالخصوص په اړیکی، تعامل او یا تقابل د پاکستان په وړاندی، ځای یی خالی وو او په هر دلیل، د پاکستان په وړاندی رییس جمهور هیڅ وخت کوم ښه عکس العمل نه دی ښودلی.
دا په داسی حال کی دی چی هیڅ کوم شک د افغانستان په داخلی چارو کی د پاکستان د لاسوهنو کی نسته او دا حقیقت هم دولت، خلګ او هم جامعه جهانی درک کړی دی.
داسی لیدل کیږی چی د کابل رسمی سیاست د پاکستان په وړاندی، ددی نه مخکی، د لویو خارجی قدرتونو د سیاست تابع وو. د مثال په توګه، امریکا دداسی هیواد په حیث چی زموږ په هیواد کی د تروریزم د مبارزی رهبری په لاس کی لری او له بلی خوا دافغانستان سره لوی خارجی مرسته کوونکی بلل کیږی، ددی سره سره چی ادعا کوی چی په افغانستان کی د سولی او ثبات او امنیت او رفاه لپاره کار کوی او حضور لری، په دی سره سره چی پوهیږس پاکستان، ددی اهدافو د ترسره کولو په لاره کی په جدی توګه ولاړ دی، تر اوسه تلاش نه دی کړی چی دافغانستان دخلګو څخه د پاکستان د غلطو سیاستونو په وړاندی ملاتړ وکړی. په دی آخرو کی داسی لیدل کیږی چی واشنګتن هم ددی موضوعاتو د څیړنی په حال کی دی.
د امریکا د جمهوری خواهانو د حزب تلاش د پاکستان د منزوا لپاره، د هغه هیواد څخه د امریکا د مالی مرستو قطع کیدل، ددی رویکردونو د تغیر څخه بلل کیږی چی د جمهوری خواهانو په بریالی والی سره د هغوی استراتژی محور ته د افغانستان او جنوب آسیا په اړه، هیلی پراخوالی پیدا کړی دی.
بنا پردی، د پوهانو په باور، دا چی امریکا د پاکستان په اړه خپلوسیاستونو ته تغیر ورکړ افغانستان هم دهغه هیواد په وړاندی خپل سیاستونه ته تغیر ورکړی، او دا شاید دیو لوی حادثی شروع وی چی دهغه نتیجه به، د پاکستان انزوا په منطقه ای ابعادو او بین الملل کی وی؛ مشروط پردی چی داسیاستونه د خارجی قدرتونو پواسطه، بل ځل تغیر ونه کړی؛ بلکه د یو ملی پراخ نظر په حیث راوتلی د افغانستان د خلګو د لوی ګټو څخه سامان سی او ادامه پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcamyn6e49neo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته