دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۱۳
د مطلب کود : 148242
د دوستم بیرته ګرځیدنه؛ حکومت د  څه په لټه دی؟

 

 

عبدالرشید دوستم ته نږدی کسان د ریاست جمهوری ماڼۍ او ښاغلی دوستم ترمنځ د مذاکراتو څخه خبر ورکوی.

عظیم قویاش؛ جنرال دوستم ته نږدی کسانو څخه او د سرپل ولایت سناتور وایی چی د دوستم او حکومت ترمنخ د ریاست جمهوری لمړۍ معاون د صلاحیتونو بیرته ګرځولو لپاره مذاکرات جریان لری.

ښاغلی قویاش وویل: مذاکرات پردی موضوع باندی هم جریان لری چی توطئی او هغه دسیسی چی د خاصو حلقاتو له لوری د جنرال دوستم په وړاندی رامنځته سوی وو، باید ټول سی.

قویاش د مذاکراتو نتیجه ښه توصیف کړ؛ خو ټینګار وکړ چی تراوسه د جنرال دوستم غوښتنی نه دی پوره سوی.

جنرال دوستم په داسی حال کی د حکومت سره مذاکراتو کی وارد سوی دی جی په اخیرو کی د جمعیت اسلامی او وحدت اسلامی ګوندونو سره یو ائتلاف د افغانستان ژغورلو په نامه جوړ کړی دی.

بابر فرهمند؛ د ښاغلی دوستم دفتر مشر هم وویل: د ریاست جمهوری لمړۍ معاون شاید تر یوه اونۍ پوری هیواد ته بیرته وګرځی.

هغه خبر چی ښاغلی قویاش هم هغه تایید کړ.

دا په داسی حال کی دی چی د ریاست جمهوری لمړۍ معاون بیرته راتګ د ترکیه څخه، په یو لوی سیاسی پیچلی معضل باندی بدل سوی دی. د هغه هواداران معتقده دی چی د هغه لیږدوونکی الوتکه دوه ځلی د حکومت په غوښتنه، په مزارشریف کی د مستقر خارجی ځواکونو له لوری، د کښیناستلو اجازه ورنه کړل سو؛ هغه ادعا چی هم حکومت او خارجی ځواکونه او هم د ښاغلی دوستم نږدی کسان دا خبره ردوی.

په دی حال کی، کارپوهان وایی چی په مزارشریف کی د افغانستان ژغورلو ائتلاف له لوری اخیر مراسم جوړیدنه د ښآغلی دوستم په نه شتون کی، شاید د ریاست جمهوری لمړۍ معاون بیرته ګرځیدو په وړاندی و هیواد ته خنډ ګرځیدلی وی.

د هغوی په باور سره د دوستم او ارګ ترمنځ د مذاکراتو ادعا هم دی نکتی ته اشاره کوی چی قرار دی ددی خبرو اترو څخه یو لاسته راوړنه د هغه بیرته ګرځیدنه و هیواد ته وی. نو حتمآ کومه مسئله په دی برخه کی شتون لری.

منتقدان وایی چی د ښآغلی دوستم سفر په ترڅ کی و ترکیه ته، ریاست جمهوری ته نږدی حلقات مانورونه د ریاست جمهوری لمړۍ معاون جنسی بد چلند پر قضیه باندی د احمد ایشچی سره هم په ملموس توګه چوپتیا غوره کړ. همدا کار، د ښاغلی دوستم سفر و ترکیه ته یو ډول خود خواسته تبعید باندی شباهت ورکول چی حکومت انتظار درلود په هغه اقدام سره، د دوستم او ایشچی قضایی قضیه د رسیدګی پروسی څخه خارج سی او دهغه په آزا کی، د ریاست جمهوری لمړۍ معاون عملا په قدرت کی برخه ونه لری.

خو د افغانستان ژغورنی ائتلاف په جوړیدو سره د ښاغلی دوستم، نور او محقق په محوریت سره د هغه وروسته چی حکومت په دی ونه توانید چی د ریاست جمهوری لمړۍ  معاونیت صلاحیتونو بیرته ورکولو او هغه بیرته ګرځول و هیواد ته وعدو سره، دوستم د تازه ائتلاف څخه بیل کړی، یو ځل بیا د هغه په وړاندی قضایی پروسه پرلاره واچوله!

نو په دی حساب سره د ښاغلی دوستم الوتکی څخه ممانعت او د هغه په وړاندی هیواد ته بیرته راګرځیدو لپاره خنډ هم د امکان څخه لیری خبره نه دی.

که دا اخذ صحیح وی، څیړونکی وایی چی همدا اوس حکومت د ښاغلی دوستم په وړاندی هیواد ته بیرته ګرځیدو په وړاندی د خنډونو ایسته کولو سره د امتیاز لاسته راوړلو په لټه کی دی.

خو دا امتیاز به څه وی؟

د افغانستان ژغورنی ائتلاف جوړیدنه د حکومت غبرګون سره یوځای وو. د ریاست جمهوری ویاند ائتلاف جوړونه په خارجی هوتلونو او پارکونو کی وغندله او حکومت نور ارشد چارواکی هم ددی حرکت په وړاندی په تلویحی توګه منفی غبرګون وښوده او دا کار د هیواد ملی ګټو سره په تضاد کی وبلل.

له بل لوری، په ترکیه کی د ژغورنی ائتلاف رامنځته کیدو وروسته، معصوم استانکزی؛ د ملی امنیت مشر د ارګ استول سوی کس په حیث ترکیه ته ولاړ تر څو دوستم قانع کړی چی ائتلاف پریږیدی؛ هغه هڅه چی ناکام پاته سوه.

په دی حساب سره، د سیاسی ناظرانو دا اخذ د حقیقت څخه لیری نه دی چی ویل کیږی حکومت اصلی امتیاز غوښتنه د ښاغلی دوستم بیل کیدنه د ژغورلو ائتلاف څخه دی.

خو آیا دوستم دی غوښتنی باندی باندی تمکین وکړی؟ ددی پوښتنی ځواب تراوسه خو منفی دی او دا همغه څه دی چی د ښآغلی دوستم بیرته ګرځیدو او نوی تازه ائتلاف جوړیدو لامل ګرځیدلی دی؛ خو دا چی د ښاغلی دوستم او حکومت جاری مذاکرات دا مساله حل کړی که نه وخت پوری اړه لری.

دوستم د ډیرو سختو انتخابونو سره مخ دی؛ یو انتخاب ارګ دی چی مخکی یی هم د هغه تعهداتو او وادو ته عمل نه دی کړی او هغه بدنامه کولو سره او حتی د ښاغلی دوستم نږدی کسانو په ژبه، د هغه فزیکی لیری کولولپاره هم هڅه کړی دی ترڅو د جنرال د پرمختګ مخه ونیسی او بل هغه ائتلاف دی چی د ارګ په وړاندی جوړ سوی دی او مقصد یی د انحصارطلبی او برتری جویی او استبداد ته پای ټکی کښیښودنه او د هیواد امنیتی او سیاسی برخلیک باندی د څو معدودو قومونو قیومیت ته پای ټکی ایښونه ده.

https://avapress.com/vdcgt79qxak9tx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته