دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 159385
داعش په کابل کې؛ د خطر سرچینی وپیژنو+نظر

 
ملی امنیت ریاست اعلان کړی دی چی دوه کسه چی د داعش بریدونو کلیدی طراحانو څخه وو په کابل کې نیول شوی دی.
دا نهاد وایی چی عمر؛ داعش نظامی مسؤول په کابل کې او حسان الله؛ داعش جلب او جذب مسؤول په دی ښار کې چی اهل تشیع اماکنو او مساجدو باندی بریدونو طراح کولو کې لاس درلود، نیول شوی دی.
ملی امنیت وایی چی احسان الله او عمر امام زمان مسجد باندی برید اصلی طراح کوونکو څخه وو او هغوی دوه انتحاری کوونکی چی مستعار او ابو جندالله ازبکی نومیده د ننګرهار څخه ددی مسجد نږدی ته رسولی دی.
د ملی امنیت اقدام، لوی پرمختګ د داعش ترور هستو پیژندلو او خطر سرچینو پيدا کولو کې دی.
بل تکان ورکوونکې خبر دادی چی نیول شوی کسان، زده کړه کړي او پوهنتونونو څخه دی. هغوی ویلی دی چی هغوی د ۲۰ په شاوخوا نور زده کوونکې هم دا تکفیری او تروریستی ډلې لپاره جذب کړی دی.
دا شکاره کوی چی کابل پوهنتون دیوالونو باندی لیکنو کې د داعش ملاتړ څخه، په افغانستان کې ددی ډلې ظهور لمړیو کې یو تصادفی پيښه نه وو. داعش په پياوړۍ توګه کابل پوهنتون او افراطی او رادیکال زده کوونکو باندی حساب خلاص کړی دی.
دا یو ثابت شوی مشی یا تګلاره ددی ډلې لپاره په اروپا، امریکا، خاورمیانه او افغانستان کې دی.
په دی حساب سره، پوهنتون، د خطر اصلی کانونو یا سرچینو څخه د داعش نفوذ پراختیا لپاره په کابل کې دی؛ هغه ځای چی چی دیر لږ ورباندی د هیواد ملی امنیت لپاره خطر راپورته کیدو ګمان کیدای شی؛ خو د پوهانو په باور، هغه وخت څو کاله مخکې، ننګرهار پوهنتون زده کوونکو په یو اعتراضی لاریون کې، د داعش او طالبانو سپین او تور بیرقنونه راپورته کړ، مشخص وو چی پوهنتون، د افراط او ترور او تکفیر لپاره مناسب ځای دی.
په کابل کې، څو خونړیزی بریدونه د شیعیانو پر مساجدو، تکیه خانو، زیارتونو او کلتوری او رسنیزی مراکزو باندی ترسره شو چی ټول مسؤولیت یی داعش په غاړه واخیست. دا شکاره کوی چی داعش او داخلی او خارجی ملاتړ کوونکې یی پر پلازمینی باندی لوی سرمایه ګذاری کړی او بیله شکه امنیتی ځواکونه د خطر کانونو له منځه وړلو او پیژندلو لپاره لوی مسؤولیت لری.
ستاسو نظر په دی اړه څه ده؟
کوم تګلاری باید د داعش سره مبارزی لپاره په کابل بالخصوص کلتوری او پوهنیز سیمو کې تر لاس لاندی ونیول شی؟
داعش نیول شویو کسانو په وړاندی د امنیتی ځواکونو او دولت څخه مو څه هیله ده چی څه باید په وړاندی یی ترسره کړی؟
 
https://avapress.com/vdcg7y9qnak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته