دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 166404
عادلانه بدلي اخیستلو تګلاری سره تروریزم سره مبارزه

 
عراق په دی اخیرو کې د داعش ډلې ۱۲ غړۍ د تروریستی جرائمو له امله اعدام کړ.
دا اعدام کونه د حیدر عبادی د عراق لمړۍ وزیر په امر ترسره شو.
ښاغلی عبادی وویل چی دا ټول تورن کسان باید د اتو ګروګان په قتل کې د داعش اقدام له امله اعدام شی.
مخکې ددی اتو تنو جسدونه په داسی حال کې چی چاودیدونکې توکې ورباندی تړلي وو د بغداد په شمال کې وموندل شو.
ښاغلی عبادی وویل چی هیله مند دی دا اعدامونه ددی پیغام رسوونکی وی چی هغه د تروریستی اعمالو ترسره کوونکو سره سرسختانه چلند کوی.
د ۳۰۰ تنو څخه ډیر چی یو پر دریمه برخه یی ښځی دی، په عراق کې په مرګ باندی محکوم شوی دی. منتقدان وایی چی ددی کسانو محاکمه ناقص ترسره شو او هغوی احکام مخکې له دی چی عادلانه وی د داعش څخه بدلی اخیستلو لپاره صادر شو.
عراق څو ورځې مخکې وویل چی د سوریه پر ختیځ باندی برید کی چی ترسره کړی دی، د داعش ډلې څخه ۴۵ تنه وژل شوی چی هغوی کې ددی ډلي مشران هم وو.
سربیره پردی چی بشری حقوقو په اصطلاح ځینی حلقات د عراق د لمړۍ وزیر ددی تصمیم څخه نیوکې لری، ډیر ناظران په دی باور دی چی هغه څه چی په عراق کې هغه ترسره کړی دی، د یو عادلانه بدلی اخیستل وو.
که څه هم بدله د عدالت لپاره یو سنتی تګلاری په حیث، هر وخت د حقوقدانانو تر نیوکې لاندی راغلی او دا تګلاره هغوی په نظر د عدالت پرضد او احساساتو او خشم له امله بولی؛ خو هغه څه چی په عراق کې ترسره کړي کیدلای شی د یو عادلانه بدله اخیستلو په حیث په نظر کې ونیول شی.
شاید دا تعبیر د ډیرو حقوقی کارپوهانو او غربیانو لپاره غیری معمول او متناقض په نظر ورسیږی؛ ځکه د هغوی په باور بدله اخیستنه خپله یو عادلانه کار نه دی؛ خو حقیقت دادی چی د عراق لومړۍ وزیر اقدام، یو بدله اخیستنه وو ځکه چی د داعش اقدام وروسته سمدستی ترسره شو؛ خو په عینی حال کې، دا تصمیم، عادلانه وو؛ ځکه هغه تروریستان چی اعدام شو، د داعش تګلاری برخلاف، په ډیرو قضایی پروسو کې مجرم پیژندل شوی او په مرګ باندی محکوم شوی وو؛ بناپردی دا اعدام ناعادلانه نه شی کیدلای، حتی که بدله هم وی.
له بل لوری، همدا تګلاره کیدلای شی په نورو هیوادونو کې چی د تروریزم سره مبارزی بحران سره لاس او ګریوان دی، هم عملی کړل شی.
افغانستان د تروریزم او تکفیریت د یو لوی قربانی په حیث، د تروریستانو څخه عادلانه بدلی اخیستلو ته اړتیا لری؛ ځکه دا یواځنۍ تګلاره ده چی تروریستانو ته دا پیغام استوی چی جنایتونه یی بی ځوابه نه پاتیږی او زموږ په هیواد کې یی تاوتریخوالی او وینه تویونې، بی ځوابه به نه وی.
دا تګلاره په عینی حال کې، تروریستان د افغانستان بندیخانو مصونیت څخه لیری کوی او شکاره کوی چی هر تروریستی جنایت، مشابه مکافات به ولری او دولت د خلګو د شهیدانو د وینو بدلی لپاره مصمم دی.
دولت ددی پرځای چی بندی تروریستانو ته جنایتکارانو په حیث نظر ولری، هغوی ته امتیاز ورکولو په حیث سولې لپاره نظر کې درلودلی دی!
دا تګلاره نه یواځی دا چی عادلانه نه دی؛ ځکه چی زرهاوو شهیدانو او امنیتی ځواکونو وینه چی تروریستان تر پښو لاندی کړي، بی رحمانه نادیده نیولي؛ تروریستان نور هم جنایتونو ترسره کولو ته تشویقوی.
د همدی لپاره ترڅو چی نیول شوی تروریستان د افغانستان دولت له لوری، د هر ډول قانونمند قضایی عادلانه چلند څخه په امن کې وی، نه به حقیقی سوله رامنځته شی او نه جنګ او نه جنایت به ودریږی.
د عراق لمړۍ وزیر په شان، تروریستان باید دا پیغام ترلاسه کړی چی د هغوی هر عمل عکس العمل لری او بی ځوابه نه پاتیږی.
 
https://avapress.com/vdcgz39qtak93t4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته