دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 166638
د یمن ځمکې لاندی موشکونه؛ د سعودیانو په وړاندی لوی خنډ
د یمن خلګو کمیتی او ځواک موشکی قومانده چی انصارالله پوری تړلی دی د لومړي ځل لپاره د بالستیک موشکونو ځمکی لاندی پایګاوو څخه پرده پورته کړه. یمن موشکی قومانده په یو بیانیه کې اعلان کړ چی دا اقدام د موشکی توان د ډیرولو لپاره صورت نیولی دی. په دی بیانیه کې ټینګار شوی چی د دشمن جنګیدونکې یواځی کولای شی غیری نظامیان تر برید لاندی راولی او نه شی کولای چی د موشکونو غورځونۍ سیمی تر برید لاندی راوړی.

 
بیله شکه د ځمکې لاندی موشکی سیمو جوړونه لوی لاسته راوړنه بلل کیږی چی یمنیان د یمن د درو کالو جنګ تیریدو وروسته لاسته راوړی دی.
البته دا نکته هم باید په نظر کې ونیول شی چی ځمکی لاندی موشکی پایګانوو جوړونه د یمن ځواکونو موشکی قدرت ناکارآمدی له امله نه دی، بلکه که ددی کلونو په لړ کې هم دوی توانیدلی وو چی د بالستیک موشکونو په واسطه حساس او استراتژیک بریدونه ترسره کړی.
نو د همدی لپاره د یمن ځمکې لاندی موشکی سیمی به د موشکی قدرت ډیریدنه وی. د یمنی ځواکونو یو سلسله موشکی بریدونه د سعودیانو او هغوی مزدورانو په وړاندی دا شکاره کوی چی یمنیان نه یواځی د هغوی په وړاندی کمزوری نه وو، بلکه ددی لاری څخه ډیر معضلات او مشکلات د د تیرۍ کوونکو په وړاندی رامنځته کړی دی.
ددی مودی په لړ کې د یمن موشکی ځواک قوماندی څو ځلې توانیدلی چی د (بدر ۱) بالستیک موشک په واسطه د عربستان آرامکو تیلو شرکت تر برید لاندی راوړی. سربیره پردی، د سعودی عربستان دفاع وزارت مقر د ریاض په ښار کې د ( برکان ۲) بالستیک موشک په مرسته تر برید لاندی راغلی دی. که څه هم سعودیان او هغوی جیره خواره رسنۍ ادعا کړي چی د عربستان موشکی دفاع سامانه د یمنیانو موشکونه رهګیری کړی دی، خو ټول شواهد دا شکاره کوی چی ټول موشکونه په ریاض کې خپل اهدافو باندی وهل شوی دی.
حقیقت دادی چی سعودی عربستان چارواکې د یمن جنګ په اوږدو کې هر وخت ګمان کوله چی د هغوی موشکی سامانه بالخصوص د پاتریوت موشکی دفاع سامانه ددی توان لری چی عربستان لوری ته هر ډول توغول شوی موشک له منځه یوسی، په دی حال کې، د یمن موشکی بریدونه د سعودی استراتژیک نظامی مواضعو باندی، ریاض باندی آمریکایی خرڅ شوی تسلیحاتو ناکارآمدی وښوده.
داسی مساله شتون لری چی د ځمکې لاندی موشکی سیمو شکاره کونه او ورڅخه پرده پورته کونه د موشکی قدرت ډیریدو سربیره، نور لاسته راوړنې هم د ځان سره لری. په همدی اړه باید وویل چی دا اقدام، د یمنی ځواکونو موشکی ذخایرو محدود پاته کیدو لپاره د سعودی چارواکو او هغوی ملاتړ کوونکو ټولو خوبونو ته پای ټکی کیښود.
دا وښوده چی سعودی عربستان هیڅ لاره بیله ماتې او یمن څخه وتلو نه بله لاره نه لری.
دا ویلای شو چی د یمن دا موشکی قدرت اوس تیرۍ کوونکو حاکمانو باندی بیرې موج حاکم کړي او هغوی په اغماء کې قرار ورکړی دی.
سعودیان د پرمختللو تسلیحاتو درلودلو سربیره، د یمن خلګو کمیتی او ځواک موشکی قدرت څخه غافل وو. په همدی اړه عزیز راشد د یمن ځواکونو ویاند معاون عربستان ځواک پایګاوو باندی توغول شوی موشکونو دقت څخه خبر ورکړی او ټینګار وکړ چی دا موشکونه په دقت سره خپل اهدافو باندی موښلی.
په صنعا کې د دفاع وزارت یو لوړپوری افسر چی ونه غوښتل نوم یی فاش شی، د الاخبار ورځپاڼی ته ویلی دی چی عربستان تیری شروع څخه یمن باندی جاری میلادی کال کې نږدی ۹۰ سلنه بالستیک موشکونه عربستان تیلو تاسیساتو او نظامی مراکزو باندی توغول شوی دی. ډیر نظامی سرچینی ټینګار کوی چی انصارالله غورځنګ د صنعا ښار تر کنترول لاندی راوستلو وروسته د ۲۰۱۴ کال په دسامبر کې، ددی هیواد موشکی مراکزو او انبارونو باندی لاس ایښی دی.
همدارنګه ځینی قدرتونه په دی برخه کې ایران ملامتوی او ایران یمن سره د تسلیحاتی مرستو باندی تورنوی.
په دی اړه محمد عبدلسلام د انصارالله غورځنګ رسمی ویاند ټینګار کړی: هغه کسان چی ادعا کوی چی موږ ایلانی اسلحی په یمن کې لرو، تراوسه نه دی توانیدلی چی حتی یو سند او مدرک هم پیدا کړی. تیرۍ کوونکی په دی تورونو سره غواړی چی خپل اخلاقی، انسانی او ټولنیز او نظامی ماته توجیه کړی.
 
 
https://avapress.com/vdcfmvdycw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته