دخپریدو نیټه :شنبه ۸ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 109044
دیمن دخلکو پرضد جنګ داسلام ددښمانانو مفت خدمت کول دي .
دلبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي په سعودي عربستان کښې په ال سعود حکومت نیوکې سره وویل دیمن دخلکو پرضد د عربستان رژیم جنګ رامینځته کول داسلام ددښمانانو په تیره بیا دصهیونیسټ رژيم مفت خدمت کول دي .
المنار ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان داسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله عمومي منشي حسن نصر الله بیګا دمسلمانانو په تیره دفلسطین د خلکو پرضد دصهیونیسټ رژيم دمختلفو جنګونو په وړاندې د سعودي عربستان دال سعود رژیم چپتیا ته په اشارې سره وویل په دا ډول شرایطو کښې په یمن کښې دخلکو دژغورنې په ادعا سره په دغه هیواد سعودي عربستان حمله یو ځل بیا ثابتوي چې په سیمه کښې دسعودي عربستان هدف داسرایلو په شمول ددښمانانو دګټو تامینول دي .
هغه زیاته کړه دفارس خلیج د څنډې دعربو هیوادونو لپاره دیمن د حالاتو د ګواښ دګڼلو په دلیل دجنګ رامینځته کول حقیقت نلري او له دروغو پرته بل څه نه دي .
دلبنان دحزب الله عمومي منشي دې خبرې ته په اشارې سره چې سعودي عربستان دسیمې خلک په رسمیت نه پیژندي او ټول خلک خپل ښاریز ګڼي وویل دسعودي عربستان غلط سیاستونه په سیمه کښې د ایران د نفوذ د پراختیا لاره پرانیزي حتی که عربستان داډول شي ګروهنه هم ونلري .
هغه دغه راز وویل مونږ دلبنان دنسکوریدا دمخنیوي لپاره له المستقبل ډلې سره خبرې ته ورګډ شوو خو دغه ډله دلبنان دمشکلاتو دحل لپاره کوشش نه کوي .
دلبنان دحزب الله عمومي منشي زیاته کړه سعودي عربستان دداسې سړي په انتخاب کښې چې دلبنان د ولسمشر دجوړیدا لپاره زیات چانس لري خنډ رامینځته کوي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdon0foyt0zz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته