دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۸
د مطلب کود : 167279
د قیصاری نیول کیدنه، د کماندو نقش او تازه ابهامات
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند وویل چی د ښاغلی قیصاری نیول کیدنه د کماندو له لوری نه ترسره شوی او دا ځواکونه په دی پیښه کې ګډون نه درلود.

 
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند وویل چی د ښاغلی قیصاری نیول کیدنه د کماندو له لوری نه ترسره شوی او دا ځواکونه په دی پیښه کې ګډون نه درلود.
هغه د ښاغلی قیصاری ساتونکو سره بد چلند یو جرم وبلل او وویل چی باید په دی پیښه کې مجرم کسان ونیول شی.
ښاغلی رادمنش هم وویل چی ددی ساتونکو سره بد چلند نه دی ترسره شوی او دا کسان یواځی د ځواکونو له لوری نیول شوی او افغانستان ملی امنیت ریاست ته تسلیم شوی دی.
جنرال بسم الله وزیری، د کماندو ځواکونو قوماندان هم وویل چی کماندو د قیصاری په نیول کیدو او فاریاب اخیرو پیښو کې ګډون نه درلود؛ خو د کماندو د یونیفرم څخه بی ځایه ګټه اخیستل شوی دی.
شاهین ۲۰۹ قول اردو د ښاغلی قیصاری نیول کیدو په وخت کې اعلان کړ: هغه په یو بد تګلاری سره اهانت او بد چلند وکړ... چی د امنیتی ځواکونو او خاصو قطعاتو له لوری ښاغلی نظام الدین او کسان یی ونیول شو او د څیړنو لپاه عدلی او قضایی ارګانونو ته ولیږل شو.
کارپوهان وایی چی د هغه څه ترمنځ چی دفاع وزارت ویاند او همدارنګه د کماندو ځواکونو قوماندان له لوری مطرح شوی او هغه څه چی د شاهین قول اردو رسمی بیانیه کې راغلی وو، ډیر توپیر شتون لری.
پوهان ټینګار کوی چی کماندو ځواکونو څخه هیله کیږی چی بشری حقوق او قانون موازینو سره سم چلند ولری. هغوی همدارنګه باید په سیاسی او اجرایی چارواکو او شخصی کسانو عقدو او بدلو او قومی مشکلاتو کې مداخلت ونه کړی؛ ځکه دا ځواکونه افغانستان خلګو پوری اړه لری او باید د هیواد اوسیدونکو او ملی اقوامو وحدت او مصالح او منافعو په خدمت کې وی.
تر دی ځایه پوری د دفاع وزارت چارواکو اظهارات د قبول او ملاتړ وړ دی؛ خو د شاهین قول اردو لومړۍ اعلامیه او د دفاع وزارت څو ورځنۍ ځنډیدنه ددی تازه ادعا په وړاندی چی کماندو ځواکونه په دی پیښه کې هیڅ لاس نه لری، نوی ابهامات په دی برخه کې رامنځته کوی چی ځواب ته اړتیا لری.
له بل لوری، د شاهین قول اردو لومړۍ اعلامیه دا دوه اظهارات او ادعاوی د پوښتنی سره مخ کوی او همدارنګه کماندو ځواکونو نقش په دی تریخ پیښه کې د ابهام سره مخ کوی.
دا مسایلو ته په کتو سره کارپوهان دا پوښتنه مطرح کوی چی ولی کماندو ځواکونه او دفاع وارت چارواکی، اوس او دوه اونۍ وروسته، داسی یو ادعا کوی؟ آیا نور عوامل به ددی قضیی لپاره معرفی شی؟ آیا ددی پیښی مسؤولیت پریښودنه و ملی امنیت ته، نویو عواملو خبره په دی برخه کې رامنځته کوی؟ آیا ددی ادعاوو مقصد به داوی چی دا کار د یو څو ساده سرتیرو ته نسبت ورکړل شی او امنیتی اصلی دستګاوو او سیاسی لوړو چارواکو، اجرایی او نظامی او طالبانو سره هملوری حلقاتو خبری د نظام دننه په دی پیښه کې، کمرنګ او غیری حقیقی څرګند شی؟
حقیقت هرڅه چی وی، دا پوښتنې او ابهامات په یو خاص بی طرف او قدرت درلودونکې محکمی له لوری او حکومتی ارشد چارواکو له لوری ځواب ورکړل شی؛ بیله هغه، یواځی ادعا نه شی کولای چی حقیقت تصویر شکاره کړړی او عدالت تامین کړی.
 
https://avapress.com/vdchqqnzw23n-id.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته