دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 99177
د افغانستان د
د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د یکشنبې په ورځ (وږی ۳۰) په ارګ کې د ولسمشر کرزي، او نورو لوړپوړو حکومتي چارواکو په حضور کې د "ملي یووالي حکومت" جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغو مراسمو ته د ټاکنو دواړو کاندیدان، ولسمشر حامد کرزی، او نور جګپوړي چارواکي ورغلي وو.
تر هوکړه لیک وروسته ولسمشر حامد کرزي پخپله لنډه وینا کې وویل: "زه، جهادي مشران او افغان چارواکي له دوی سره د افغان هېوادوالو د سوکالۍ لپاره همکاران یو، که دوی مشوره غوښته، په امانتداري به چمتو یو. ددغه تړون په منځپانګه کې موږ هېڅ کار نه لرو، مسؤولیت یې هم ددوی دی."
حامد کرزي دواړو کاندیدانو ته د مبارکۍ ویلو سربېره دا هم وویل، هیله یې دا ده چې کاندیدان په ګډ حکومت کې د افغانانو هیلې پوره کړي:
"هیله مو دا ده چې دوی د افغانانو هغه هیلې پوره کړي، چې له ډېر وخت راهیسې ورته تږي وو. دواړو ته بریالیتوب او ښېګڼه غواړم، په دې هیله چې د هېواد خدمت وکړئ. هغه خدمتونه چې زموږ له لاسه ونه شول، هیله من یم چې تاسو یې پوره کړئ."

ویل کېږي، دواړو کاندیدانو منلې، چې ډاکټر اشرف غني به ولسمشر او ډاکټر عبدالله او یا د ډلې بل غړی به اجراییوي مشر وي.
سرچينه : د
https://avapress.com/vdca06no.49no01xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته