دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 125009
عبدالله:هغه کسان چې ځان ته اپوزېسیون وايي له سیاسي هوکړه‎لیک څخه په بشپړه توګه خبرتیا نه لري
اجرائیه رئیس د ملي یووالي حکومت د کار د پای په اړه لید لوري حیرانوونکي بولي.

اجرائیه رئیس د ملي یووالي حکومت د کار د پای په اړه لید لوري حیرانوونکي بولي.

عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا په غونډه کې وايي چې د ملي یووالي حکومت عمر پنځه کاله دی او زیاتوي چې د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو په هوکړه لیک کې د دغه حکومت دعمر په اړه څه نه دي ویلي شي.

په داسې حال کې چې یو شمېر حقوق پوهان او د ولسي جرګې غړي د ملي یووالي حکومت موده دوه کاله بولي خو اجراییه رئیس د وزیرانو شورا په غونډه کې دغه نظرونه د سیاسي هوکړه‎لیک له متن څخه د دوی د بې خبرۍ له امله ګڼي.

اجرائیه رئیس زیاته کړه:"د ملي یووالي حکومت په اړه د جان کېري له خبرو څخه وروسته،اورېدلي مې دي چې یو شمېر ډلې چې ځانته اپوزېسیون وايي،د حکومت د کار په اړه تبصرې کوي؛زموږ په اند هغوی د دغه هوکړه‎لیک په اړه په بشپړه توګه خبرتیا نه‎لري او دا زموږ لپاره د تعجب وړ ده".

عبدالله عبدالله، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سفر له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام لپاره ارزښتمن بولي او د نړیوالې ټولنې او افغانانو په وړاندې د افغان حکومت د ژمنو په عملي کېدو ټینګار کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: " د نړیوالې ټولنې د مرستو دوام او د ملي یووالي حکومت کار د افغانستان لپاره ډېر اړین دی.د دغو مرستو لپاره موږ باید خپله ژمنه،چې له نړیوالې ټولنې او خلکو سره مو کړې وه پلي کړو او په دې لړ کې د هر وزیر ونډه مهمه ده".

له بلخوا د ولسي جرګې یو شمېر غړي تر پنځو کلونو پورې د ملي یووالي حکومت د کار د دوام په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ولسي جرګې غړي ظهیر سعادت څرګنده کړه: "که‎چېرې د ملي یووالي حکومت مشران هغو ژمنو ته چې له خلکو سره یې کړي دي عملي نه کړي،اړتیا ده چې جان کېري د حکومت د کار دوام ته مشروعیت ورکړي،خلک دغه حکومت ته مشروعیت ورکړي".

د ولسي جرګې غړي غلام سرور عثماني هم وویل: "زموږ په باور د جان کېري دا کار په څرګنده توګه د افغان حکومت په کار کې لاسوهنه ده؛په داسې حال کې چې افغانستان قانون ولري،څه اړتیا ده چې بهرنی سیاستوال زموږ حکومت ته مشروعیت ورکړي".

په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستل، تر دوو کلونو پورې د اساسي قانون د تعدیل د لویې جرګې جوړېدل او همداراز د اجرایي ریاست د برخلیک روښانه کول د ملي یووالي حکومت د موافقې له مهمو ټکو څخه دي، خو ډېری کارپوهان په دې باور دي چې د دغه حکومت له کاره د یوه نیم کال په تېرېدو سره ولسمشر او اجرايي رئیس د دغو موافقو په عملي کولو کې ناکام و.

سرچينه : dw
https://avapress.com/vdccxpqso2bqix8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته