د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ۲۱۵ میوند قول اردوقومندان، ډګرجنرال محمد معین فقیر په هلمند کې له واکه د ناوړه ګټې پورته کولو او د اختلاس په تورنیول شوی دی.
له فساد سره د مبارزې اوعدلي او قضايي مرکز کې یوه سرچینه په دی اړه زیاتیوی، چې ښاغلي فقیر د پوښتنو لپاره دې مرکز ته غوښتل شوی وه او وروسته یې پلچرخي زندان ته استول شوی.
سرچینو وایی، دغه پوځي قوماندان د هلمند د قول اردو پخوانی قوماندان دی، چې د ډګر جنرال رتبه لري.
د هغه په وینا، چې دوسیه ترڅېړنې لاندې ده او د تحقیقاتو په رڼا کې به دا روښانه شي چې پرې لګول شوي تورن څومره ثبتيږي او هغه پيسې له دندې څخه د ناوړې ګټې په خاطر په لاس راوړي دي څومره دي.