ننګرهارسیمه ییزچارواکي وايي، د ماین چاودنې له امله ۱۰ تن ماشومان ټپیان شوي
دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، په ننګرهارولایت کې د دوه جلا ماین چاودنو په ترڅ کې ۱۰ تنه ماشومان ټپیان شوي، چې ډېری یې نجونې دي.
دغه چاودنې دچهار شنبه ورځ په مرکزجلال آباد ښار او د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې دي.
د ننګرهارولایت ویاند عطالله خوګياڼی ویلی دي، د ننګرهارښار دوهمې ناحیې اړوند د بي بي حوا لېسې ته څېرمه د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو هلک او اووه نجونې چې د ټولو عمرونه د نهو او دیارلس کلونو تر منځ و، ټپيان شوي دي.
دغه رازد ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې د چپرهار ولسوالۍ په بازارکې هم د وسله والو له خوا په یوه دوکان کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنه رامنځ ته شوې.
د دې پېښې پړه تراوسه هېڅ یوې وسلهوالې ډلې په غاړه نهده اخیستې.