د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وايي؛ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د خندقونو د کیندلو او د اغزن سیمونو د لګولو کار بند شوی دی.
محمداکرم خپلواک وویل؛ پاکستاني پوځیانو هڅه کوله چې له افغانستان سره په پوله په خاصه توګه د پکتیکا ولایت په پولو کې اغزن سیمونه نصب او خندقونه جوړ کړي.
د پاکستاني پوځیانو له خوا له افغانستان سره په پوله په ځینو سیمو کې د اغزن سیمونو د کینولو او د خندقونو د کیندلو د رپوټ له خپریدو وروسته ولسمشر کرزي د سرحدونو او قبایلو او کورنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې دا مسله وڅیړي.
افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پيژني .
شناندي وايي په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو توغندیزې حملې هم په دې موخه دي چې د کابل دولت د ډیورنډ کرښې په رسمیت پيژندلو لپاره تر فشار لاندې ونیسي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)