دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 111095
د فرخندې د وژلو په پیښه کې د ۴۹ تورنو د دوسیو څیړل بشپړل شول
د کابل ښار د درېيمې ناحيې ابتداییه محکمې د فرخندې د وژلو په پیښه کې د پولیسو په ګډون د نهه څلویښتو تورنو د دوسیو څیړل بشپړل کړل او پریکړه یې د راتلونکې چهارشنبې ورځې ته پرېښوده.
د دوشنبې په ورځ د محکمې د دریمې ورځې په علني غونډه کې د ۲۶ تورنو کسانو دوسیې و ارزول شوې چې ۱۹ یې پولیس وو.
په پیښه کې تورن کسان بیا وایي چې دوی بې ګناه دي.
د کابل ښار د ابتدایه محکمې مسولین وایي چې د فرخندې د وژلوپه پیښه کې د ښکیلو تورنو کسانو د دوسیو شمېر زیات دی او په دې اړه د عادلانه پریکړې لپاره وخت ته اړتیا لري.
د دې قضیې د نهه څلویښتو تورنوکسانو د دوسیو ارزول د ابتدایي محکمې له خوا د علني محاکمې په دریمه ورځ بشپړ شول، خو اړوند قاضي په دې اړه پریکړه راتلونکې چهارشنبې ته وځنډوله.
د کابل د ابتدایه محکمې مشرصفي الله مجددي وویل، دوی په دې قضیه کې د عدالت ټینګښت ته ژمن دي:″پاڼې ډيرې زیاتي دي د تورنو کسانو شمېرهم زیات دی.
دا د پنځلسو دقیقو یا نیم ساعت یا یو ساعت کار نه دی.
د عدالت د ټینګښت لپاره لا زیات تعمق ته اړتیا شته.
قضایې پلاوي پریکړه کړې چې سرله همدې شیبې او سبا څخه په دې اړه مداویلا ولري او بل سبا موږ خپلې غونډې ته دوام ورکوو.″
فرخنده د تېرلمریزکال د حوت په اته ویشتمه د کابل ښارشاه دوشمشېره زیارت ته څېرمه، د قران کریم د سوځولو په تورد خلکو له خوا په وهلو ډبلو ووژل شوه او بیا ورته اور واچول شو.
د فرخندې د وژلو په تورد نیول شویو ۴۹ تورنوکسانو د دوسیو څیړل د تېرې شنبې په ورځ په یوه علني محکمه کې پیل شول چې درې ورځې یې دوام وکړ.
خو د محاکمې په ټولوعلني غونډو کې تورنو کسانو پر دوی لګیدلي تورنه بې اساسه بلل او ویل یې چې دوی بې ګناه دي.
له دې ډلې د پولیسو د دویمې امنیتي حوزې د کشف غړي نوراغا چې په وظیفوي غفلت تورن دی له ځانه داسې دفاع وکړه:
″ساتنمن څه صلاحیت لري چې غلفت به وکړي ما څه غلفت کړئ، له محکمې غواړم چې په ما لګېدلی تور لرې کړي، زه صلاحیت نه لرم نو څه غلفت به وکړم.″
د دوشنبې د ورځې په علني محکمه کې قاضي ویل چې د فرخندې کورنۍ ته په محکمه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو د ناڅرګندونو دلایلو له امله د فرخندې د کورنیو غړیو په محکمه کې له ګډون څخه ډده وکړه.
له دې وړاندې داسې ویل شوي وو چې د فرخندې کورنۍ ته ګواښونه کیږي.
خو د فرخندې د قتل په پیښه کې د تورنو کسانو په محاکمه کې د فرخندې مدافع وکیله کمونتلي موجوده وه.
میرمن کمونتلي، له قاضي وغوښتل چې د افغانستان د نافذه قوانینو له مخې هرهغه چاته درنه سزا ورکړي چې د فرخندې په ژولو کې یې لاس درلود:
″زه د فرخندې د کورنۍ په استازیتوب دلته راغلې یم، اسناد او شواهدو ته دې مراجعه وشي، که چېرې د دې اسناد په اساس یاد کسان مجرم وپيژندل شوي له قانون سره سم دې په اشد مجازات محکوم شي.″
د افغانستان دیني عالمان وايي، افغانستان یو اسلامي هېواد دی او قوانین یې د اسلام له شرعیت سره سم پرمخ ځي؛ دوی وايي، هېڅوک حق نه لري چې قوانین د مربوط ارګانونو له تحقیقاتو او پرېکړو پرته په خپل سر پر خلکو پلی کړي.
کارپوهان وايي، حکومت ته په کارده چې قانون په جدي توګه پلی کړي؛ څو په راتلونکې کې د داسې خپلسرو اعمالو مخه ونیول شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccosqsp2bqsx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته