د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي؛ د کرکټ د نړیوالې اتلولۍ جام لپاره یې پراخ پروګرامونه په پام کې نیولي دي او د افغانستا ن له خلکو غواړي چې؛ له دوی سره یوځای د دې جام هرکلی وکړي.
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو مسوول فرید هوتک آزادي راډیو ته وویل؛ دغه جام به نن غرمه کابل ته ورسیږي.
ښاغلي هوتک وویل، دغه جام د افغانستان د کرکټ لوبغاړو له خوا د کابل له هوایي ډګر څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړل کیږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)