دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 99027
د شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د نتیجو په هکله د خپلو څیړنو وروستۍ پریکړه نن د انتخاباتو کمیسیون ته لیږي
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو د نتیجو په هکله د خپلو څیړنو وروستۍ پریکړه نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لیږي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشرعبدالستار سعادت وویل، که چیرې د انتخاباتو کمیسیون د دوی د څیړنو په اړه ملاحظه لري، باید ترڅلوریشتو ساعتونو پورې یې دوی ته وسپاري.

معلومه نه ده، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د انتخاباتي شکایتونو په څیړنو کوم اعتراض وکړي او که نه خو له دې وړاندې یې ویلي، چې ددې پریکړې له ور رسیدو سره سم به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.

https://avapress.com/vdcef78o.jh8owi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته