د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون مشرعبدالستار سعادت وویل، که چیرې د انتخاباتو کمیسیون د دوی د څیړنو په اړه ملاحظه لري، باید ترڅلوریشتو ساعتونو پورې یې دوی ته وسپاري.
معلومه نه ده، چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون به د انتخاباتي شکایتونو په څیړنو کوم اعتراض وکړي او که نه خو له دې وړاندې یې ویلي، چې ددې پریکړې له ور رسیدو سره سم به د انتخاباتو نتیجه اعلان کړي.