دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 141472
طالبان؛ سیاسی جریان که تروریسته ډله؟
د افغانستان دولت د روسیی سفیر اظهاراتو په غبرګون چی په کابل کی یی وکړه وویل چی د هر هیواد اقدام ددی لپاره چی طالبان د یو سیاسی جریان په حیث قبول کړی، محکوموی.
الکساندر مانتیتسکی؛ د روسیی سفیر تیر اوونۍ وویل طالبان یو جریان دی او د افغانستان دولت باید ددی ډلی سره سوله وکړی.
د روسیی سفیر وویل: تر هغه ځایه چی زه پوهیږم طالبان یو ځواک دی، هغه ځواک چی ټوله د هغه سره د مذاکری غوښتونکی دی. هغه وخت چی د هغوی سره د مذاکری اړتیا مطرح دی، نو هغوی د نظر څخه نه سو غورځولای.
مجیب الرحمن رحیمی؛ د اجرایی ریاست ویاند وویل چی طالبان یو تروریستی ډله ده او هر هیواد چی طالبان د یو سیاسی ډلی په حیث وپیژنی، د افغانستان دولت له لوری محکموم دی.
د روسیی سفیر په کابل کی ټینګار وکړ چی مسکو د افغانستان قانونی دولت څخه د سولی او ثبات د تامینولو او هڅو څخه ملاتړ کوی.
ښاغلی مانتیتسکی زیاته کړه چی د افغانستان حکومت تمایل په صورت کی، مسکو حاضر دی د میانجی په حیث، د طالبان او حکومت ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړی.
په دی ترتیب، دولت د څوم ځل لپاره د روس ارشد مقاماتو په وړاندی چی طالبانو ته سیاسی مشروعیت شکاره کوی، غبرګون کوی او ددی هڅه کوی چی دهغه مخه ونیسی.
دا هڅه د کارپوهانو په باور، په خپل سهم سره مشروع، مثبت او جوړونکی دی؛ هغه هڅه چی په ظار سره د ملی ګټو او مملکت مصالحو لپاره دی او د ملاتړ وړ دی؛ خو آیا دولت د مسکو مواضعو د نفی ترڅنګ د طالبانو ملاتړ څخه، خپله هم ددی ډلی سیاسی زدایی مشروعیت په برخه کی کوم کار ترسره کړی دی؟
په شکاره بیان سره، ایا رښتیا کابل، طالبان یو تروریستی ډله بولی؟
دا پوښتنه د صاحب نظرانو جدی شکونو څخه د کابل حقیقی موضع ګیریو څخه د طالبانو ډلی په وړاندی دی.
د منتقدانو په باور، د افغانستان دولت، په تناقض آمیز موقعیت کی، نه قادر دی د طالبانو په تروریست منلو سره، ددی ډلی سره ټول خبری اتری او مذاکره او مصالحه نفی کړی او یواځنۍ لاره مبارزه او د منځه وړنی تعریف کړی او د طالبانو خونین او فاجعه باره عملکردونو توجه سره د جنګ په میدان کی کولای سی ددی ډلی تروریستی ماهیت په ټوله معنی انکار کړی او هغه یو سیاسی مشروع جریان په توګه په رسمیت وپیژنی.
د مثال په توګه، د افغانستان دولت کلونه کیږی چی د درانده لګښت سره غواړی طالبان مذاکری میز ته راوغواړی. په دی لاره کی، ډیر قربانی ورکړل سوی دی او ډیر سرمایه ګذاری ترسره سوی دی: خو عملآ کوم څه نه دی لاسته راغلی.
ددی برعلاوه چی کوم څه نه دی لاسته راغلی، دا روند همداسی کوږ ادامه پیدا کړی دی چی آخرۍ نمونه یی د افغانستان دولت رسمی نمایندګانو شرکت د مسکو په ناستو کی د طالبانو د سره د خبرو اترو د لارو پیدا کول وو.
په دی ترتیب، دولت په دی اقدام سره، خپله خپل موضع د روسیی هڅی په وړاندی د مشروعیت بخښولو لپاره و طالبانو ته د یو سیاسی جریان په حیث نض کړی دی؛ ځکه که چیری طالبان یو سیاسی جریان نه وی او یواځی یو تروریستی ډله وی، نو ولی دولت همداسی د طالبانو سره د سولی او خبرو اترو دروازه خلاصه ایښی دی او په دی لاره کی لګښت کوی؟
آیا دا غیر دهغه څه څخه دی چی د طالبانو په اړه او سیاسی راتلونکی په اړه یی وایی؟
دولت کلونه دی چی په روشانه اقدام سره د دولت مسلح مخالفانو تعبیر څخه په ګټه اخیستنی سره هڅه کوی ترڅو دا ډلی ته د یو سیاسی جریان په حیث، مشروعیت وروبخښی.
تر څو په دی آخیرو کی د تروریستی سختو بریدونو سره چی د قضا څخه طالبان د هغه مسئولیت په غاړه اخیستۍ دی، دولت حاضر نه وو چی په رسمی توګه د هغه مسئولیت د طالبانو پر غاړه واچوی او د مرز هغه لوری حلقاتو په تورنولو سره په آسانۍ سره ددی مسالی څخه تیریده.
بیله دی، په حاضر حال کی چی د سردار داوود خان روغتون باندی تروریستی برید او د ۱۰۰ تنو څخه ډیر سرتیرو وژل کیدل په بلخ کی د شاهین قول اردو برید کی چی د طالبانو کار دی، حاضر نه دی چی د سولی هڅی ددی ډلی سره پریږدی او دهغه سره، د جنګ ډګر ته وارد سی.
دی مسایلو ته په کتو سره، د کارپوهانو په باور، دا پوښتنه مهم او جدی دی چی په رښتیا سره آیا طالبان یو سیاسی جریان دی یا تروریستی ډله؟ که سیاسی جریان دی نو ولی په داسی اقدامو سره د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی داسی خوفناکه بریدونه ترسره کوی او ولی د پاکستان او نورو رژیمونو وسیله ګرځیدلی دی او که تروریستی ډله ده، ولی د سولی روند ددی ډلی سره په کامله توګه نه دریږی او د هغوی ځواب په مشابه اقدام سره د جنګ په ډګر کی نه ورکول کیږی؟
https://avapress.com/vdcefz8zwjh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته