دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 99785
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشربارک اوباما د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک د افغانستان او امریکا په اړیکوکې یوه تاریخي پېښه بللې ده او ویلې یې دي چې دا تړون به د دواړو هېوادونو د شریکو ګټو او د افغانستان په اوږد مهالي امنیت کې مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنیوچارود وزارت ویاندې جین ساکې د سې شنبې په ورځ د دې امنیتي تړون لاسلیک، له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د ماموریت د دوام لپاره یو مهم اقدام وباله:
″د دې تړون له لاسلیک سره به متحده ایالات وتوانیږي چې د افغانستان د خپلو امنیتي ځواکونو د وړتیاوو د ودې هلوځلوته دوام ورکړي.
د دې دوه اړخیزامنیتي تړون له لاسلیک وروسته موږ له 2014 م کال وروسته په افغانستان کې خپل ماموریت پلانوو، چې په کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او مرستې سربیره په دې هېواد کې د القاعده شبکې د پاتې شونو خلاف د عملیاتو ملاتړهم شامل دي.″
د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت نوي سلاکارحنیف اتمرپه کابل کې د امریکا له سفیرجیمز کنینګهم سره دا تړون لاسلیک کړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfted1.w6d1caz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته