دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۵:۱۴
د مطلب کود : 137884
پاکستان ۴ تنه له داعش سره د همکارۍ په تور کابل ته سپارلي
د پاکستان پولیس وایي نیول شوي څو کسان چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي او د درملنې لپاره پيښور ته تللي وو چې د استخباراتي مالوماتو له مخې پېژندل شوي او نیول شوي دي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د پاکستان پوځ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د همکارۍ په تړاو څلور کسان نیولي دي او یاد نیول شوي کسان یې د افغانستان پوله‎ساتو ځواکونو ته سپارل شوي دي.
د پاکستان پولیس وایي نیول شوي څو کسان چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي او د درملنې لپاره پيښور ته تللي وو.
دوی زیاتوي چې یاد کسان د استخباراتي ادارې له خوا وپيژندل شول او اوس افغان پوله ساتونکو ته وسپارل شول.
په همدې حال کې د لندي کوټل چارواکي وايي چې دا څلور تنه له افغان ځواکونو سره په نښته کې ټپيان شوي دي.
پاکستاني پولیسو د یادو تورن کسان د جاوید خان، صفی‌الله، تعلیم خان او نعمت‌الله په نومونو یاد کړي دي.
په لنډي کوټل کې د پولیسو یوه چارواکي، نیاز محمد ویلي دي چې یاد څلور د داعش غړي یې ورته سپارل شوي دي.
محمد ډان خبري آژانس هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت د داعش ډلې څلورو نیول شویو غړو څېړنې وکړي.
https://avapress.com/vdcg7u9qtak9w74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته