د فلسطین د اطلاع رسونی د مرکز د رپوټ له مخی، د غزی اورژانس د مرکز ویاند، اشرف القدره، وویل : د صهیونیستی رژیم اف- ۱۶ جنګی الوتکو، نن سهار دغزی تړانګی په جنوب؛ د خان یونس په شمال باندی دری توغندی وویشتل؛ خو د دغو حملو له کبله کوم چا ته زیان ونه رسید.
د صهیونیسټی رژیم جنګی الوتکو همداراز، تیره شپه په پراخه پیمانه؛ د غزی تړانګی د مختلفو سیمو پر سر الوتنی وکړې .
د صهیونیسټی رژیم د جنګی الوتکو د نن سهار حملو له کبله، د غزی تړانګی د یو شمیر سیمو بریښنا لاړه .
د صهیونیسټی رژیم د مالیی وزیر، تیره شپه، په ټلویژنی خپرونه کی؛ له غزی څخه پر نیواکی فلسطین باندی د توغندی د ویشتل کیدو په ادعا سره، وویل : احتمال شته چی په یوی بلی جګړی لاس پوری کړی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)