دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 139675
آمریکایی نظامیان، افغانان د ساعت تیریو لپاره په قتل رسوی
ځینی سرتیری د قربانیانو د بدن غړي د سوغات په عنوان د ځان سره وړی دی او د وژل سوو د جسدونو سره یادګاری عکسونه به یی اخیستلی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی د ګاردین څخه په نقل سره، جرمی مورلوک آمریکایی سرتیری خپل غړیتوب په اړه د قاتلینو په ډله کی اعتراف کړی دی. ددی ډلی غړی، افغان غیری نظامیان د ساعت تیریو لپاره په قتل رسولی.
جرمی نظامی محکمی د پوښتنی په ځواب کی وویل: زموږ برنامه د خلګو په قتل رسول وو.
ددی قضیی تورن زیاته کړه: دا جرمونه په زمانی مقطع کی د جنوری میاشت څخه تر ۲۰۱۶ کال پوری صورت نیولی دی او د کلوین ګیبس افسر په واسطه برنامه ریزی، طرحه او هماهنګ سوی وو. هغه مختلف پیچلی سناریویی پیشنهادولی. غیری نظامی منطقی د هدف په توګه انتخابیدلی او د خلګو د وژلو روسته باید مو داسی شکاره کړی وای چی د تروریستانو په مرسته په قتل رسیدلی دی.
مورلوک د دری تنو په قتل باندی اعتراف وکړ او ددی احتمال سته چی د ۲۴ کالو په حبس باندی محکوم سی او د همکاری لپاره چی تحقیقاتو ته د رسیدو لپاره ترسره کړه، هغه ته د اوو کالو وروسته د مشروط آزادی حق به ورکړل سی.
د ګاردین ګزارش په اساس، ځینی سرتیری خپل قربانیانو بدن غړی د سوغات او تحفی په عنوان د ځان سره وړی دی او د وژل سوو جسدونو سره به یی یادګاری عکسونه اخیستل چی دا عکسونه ځینی غربی رسنۍ خپور کړی دی.
د آمریکا ځواک د یو بیانیی د اعلان په لړ کی ددی جرایمو په اړه، د قربانیانو د کورنیو څخه بخښنه غوښتۍ دی.
https://avapress.com/vdcguy9qnak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته