دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 136939
د روسیی، پاکستان او چین دری اړخیزه ناسته د افغانستان وضعیت پیچلۍ کړی دی
اسماعیل قاسمیار؛ د سولی د عالی شورا د خارجی اړیکو مسوول وایی: د نړی هیوادونه د خپلو ګټو لپاره نه غواړی چی په افغانستان کی سوله راسی.
د افغان غږ خبری آژانس (آژانس) په خبرګزاری سره، سیده مژګان مصطفوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونی معین نن(پنجشنبه) چی د سولی د تخصصی انستیتوت په ناسته کی، د سولی، رسنۍ او ښه حکومتداری په اړه خبری کولی، وویل: سولی د افغانستان دخلګو ډیر اړین اړتیا دی او رسنۍ کولای سی ډیر اساسی نقش د سولی د رامنځته کولو لپاره په افغانستان کی ولوبوی.

آغلۍ مصطفوی اظهار درلودی: نن خلګ د رسنیو پر پیغامونو باندی باور پیدا کړی دی او باید رسنۍ د حکومت پر اعمالو باندی نظارت ولری.

مصطفوی د رسنیو د نمایندګانو څخه وغوښتل چی د هغه کارپوهانو څخه په خپلو بحثونو کی دعوت وکړی چی ملی روحیه ولری او داسی کسان دعوت نه کړی چی خارجی هیوادونو پوری اړه ولری.

همدارنګه اسماعیل قاسمیار په دی ناسته کی وویل: د روسیی او چین او پاکستان هیوادونو داخلیدل د افغانستان دسولی مسئله پیچلی کړی دی او افغانستان د نړی د رقابتنو په ډګر تبدیل کړی دی.

د هغه د خبرو په اساس داخل سوی هیوادونه د سولی په پروسه کی خپل ګټو ته فکر کړی دی او یو لوی لوبه په افغانستان کی رامنځته کړی دی چی ددی لوبی اصلی قربانیان زموږ مظلوم خلګ دی.

هغه اضافه کړ: د روسیی، پاکستان او چین دری اړخیزه ناسته په مسکو کی د سولی وضعیت پیچلی کړی دی او په افغانستان کی د سولی او امنیت فضا د سوړوالی سره مخ سوی دی.

قاسمیار د تاسف په شکاره کولو سره وویل: غربی هیوادونه یا نه غواړی چی په افغانستان کی سوله رامنځته سی اویا هم نه دی توانیدلۍ چی په افغانستان کی سوله رامنځته کړی.

هغه ټینګار وکړ: د طالبانو ډله د یو څو سوه نفری څخه د ګاونډۍ هیوادونو په مرسته اوس په یو څو زریزه ډله بدل سوی دی.

حمید اکبر په افغانستان کی د سولی انستیتوت برنامو مسوول، او رسنۍ او ښه حکومتدارۍ مسوول اضافه کړ: د حکومت او رسنیو مسوولینو ترمنځ اړیکه یو ضعیفه اړیکه دی.

هغه اضافه کړ: حکومتداری یواځی د کاغذ پر مخ پاته دی.
https://avapress.com/vdcgw39qyak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته