دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۱
د مطلب کود : 135537
د روسیی سفیر په آنکارا کی د مرمی د ډزی پواسطه ووژل سو
د روسیی سفیر په آنکارا کی د تصویرونو د یو نندارتون څخه د کتنی په حال کی، دداسی یو شخص د ډزی سره مخ شو چی د (حلب انتقام) ناری یی وهلی او ووژل سو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ترکیی تلویزیون ګزارش ورکړ یو ناشناس مسلح کس د روسیی و سفیر باندی په ډزی سره په آنکارا کی هغه په قتل ورساوه. 
د آسوشیتدپرس خبرپاڼه وایی آندری کارلوف، د روسیی سفیر د تصویرونو د یو نندارتون څخه د کتنی په حال کی د یو ناشناس کس د حملی لاندی قرار ونیوی.
ځینی خبری منابع وایی چی پر نورو خلګو باندی هم ډزی کړی دی او دهغه سره د امنیتی ځواکونو جنګ ادامه لری.
د روس مقامات د حریت و ورځپاڼی ته وویل چی ددی حملی عوامل، د تکفیریانو څخه وو.
ددی حملی په ترڅ کی ولادیمیر پوتین، د روسیی رییس جمهور د سرګنی لاوروف، د خارجی وزیر او دهیواد دامنیتی سازمانونو سرانو سره یو ناسته جوړه کړه.
کرملین اعلان کړ چی د روسیی پر سفیر باندی د حملی عامل، د امنیتی ځواکونوسره په جنګ کی وژل سوی دی.
د فرانسی خبرګزاری د یو عینی شاهد څخه په نقل سره وویل چی مهاجم د حملی په وخت کی، د حلب انتقام شعار یی سر کړی وو.
https://avapress.com/vdcjtievauqetiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته