د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ویلي چې د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى،اوله دواړو نوماندانو څخه یې دټلیفوني اړیکي پر مهال غوښتي چې باید د ملي حکومت د جوړولو په اړه په خپلو ژمنو ودرېږي.
په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بانکي مون تېره شپه د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو، ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو کانديدانو غوښتي چې ژر تر ژره سياسي پروسه بشپړه کړي.
بانکي ويلي، د دواړو کانديدانو په موافقې سره د ټولو رايو د بياشمېرنې او څېړنې بهير د ملګرو ملتونو په همکارۍ په نړيوالو معيارونو ترسره شوى دى.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)