دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 104926
جمهور رئیس غني د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خوا شیني څرګنده کړه
جمهور رئیس غني د سنګین په ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خوا شیني څرګنده کړه.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ دمیان رودي په سیمه کې د جګړې له امله دیوه واده په مراسمو کې پر رامنځته شوې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه.
جمهور رئیس غني لارښوونه کړې ده چې د دغې پیښې په اړه دې جدي څیړنې وشي او ډېر ژر دې په دې اړه د جمهوري ریاست عالي مقام ته رپوټ ورکړل شي.
د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې چې د هلمند والي او نور سیمه ایز چارواکي د پېښې سیمې ته ورغلی، هغوی ته لارښوونه کړې ده چې د قربانیانو له کورنیو سره دې بیړنې مرستې ترسره او د ټپیانو د درملنې لپاره دې لازمه پاملرنه وشي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني همدا راز لارښوونه کړې ده چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یو ګډ صلاحیت لرونکی پلاوی دې سیمې ته سفر وکړي او دغه غم لړلې پېښه دې له نږدې څخه په جدي توګه وڅیړي.
د افغانستان جمهور رئیس په داسې حال کې په دغې پیښې په ژور توګه خواشینی شوی دی، د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchiknz-23nvwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته