دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 137821
روسیې سره د افغانستان د سیاسي، پوځي او اقتصادي اړیکو پراختیا هڅې
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد به یې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاح‎الدین رباني نن(دوشنبې د سلواغې۱۸مه) روسیې ته ولاړ. له روسیې سره د سیاسي، پوځي او سوداګریزو اړیکو پراختیا به د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د خبرو موضوعات وي.
اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله وايي:«دوه اړخېزه ناسته لري چې انشاءالله به دا ناسته د دواړو هېوادونو لپاره ګټوره وي.»
دا په داسې حال کې ده چې روسیه په افغانستان کې د داعش فعالیتونو پراختیا په اړه اندېښنه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي چې هېواد به یې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.
دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر روسیې ته تللی دی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د سیاسي ، پوځي ،اقتصادي او سوداګري اړیکو په پراخیدو له خپل روسي سیال سره خبري وکړي.
له بلې خوا، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، نجیب دانش وايي:«هر هغه خوځښت چې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه د داعش کمزورتیا لامل شوي، موږ ترې هرکلی کوو. په همدې حال کې باید هېر نکړو چې داعش ډلې ته په سیمه کې افغان ځواکونو سخت ګوزارونه ورکړي دي.»
داسې ښکاری چې په تېرو ۱۶ کلونو کې کابل او مسکو ښې اړیکې نه لرلې، په دې لړ کېله روسیې سره د کمزوري دپيلوماتیکو اړیکو له امله پر حکومت نیوکه کیږي.
د افغانستان د ملي یووالي نهضت رئیس، سیداسحاق ګېلاني څرګندوي:«د حامد کرزې تره هم هلته سفیر وه، خو هغې هم دا اړیکې ښې نکړې. اوس د ډاکټر اشرف غني تره هلته سفیر دی، هغې هم په لومړیو ورځو کې زموږ ګاونډي خفه کړ او اورېدل کېږی چې لا هم په کابل کې دی او مسکو ته نه دی تلی.»
خو د بهرنیو چارو وزارت دا کړکېچ په بل ځای کې بولي.
د بهرنیو چاروړ وزارت د سټراټيژیکو څېړنو مرکز رئیس، فرامرز تمنا وايي:«دا کمزوري په بهرنیو اړیکو کې نه ده، په سیمه کې امنیتي معماوې ډېرې پېچلې دي چې یوازې بهرنی سیاست پرې کار وکړي. په سیمه کې یو شمېر مسایل نړیوالو معادلاتو پورې تړاو لري چې دا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاست څخه لیري ده.»
په تېر حکومت کې د حامدکرزي تره عزیزالله کرزی په روسیه کې د افغانستان سفیر وه، اوس هم د ولسمشر غني تره قیوم کوچی په مسکو کې د افغانستان سفیر دی.
له دې مخکې قیوم کوچي په یوه جنجال پاروونکې مرکه کې له دوشنبې سره د کابل اړیکې هم ترینګلې کړې وې.
https://avapress.com/vdchiqnzz23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته