دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 118647
روسیه د افغانستان په شمال کې امنیت ته اندېښمنه ده
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تېره ورځ د مالیزیا په مرکز کوالالامپور کې د سیمې د هېواد د دفاعي چارواکو یوې غونډې ته وویل چې مسکو د افغانستان امنیتي وضعیت ته خورا اندېښمن دی او په دې برخه کې مرستو ته چمتو دی؛ څو حالات نور هم پسې خراب نه شي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال په مالیزیا کې د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړیو هېوادو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د چهارشنبې په ورځ وویل؛ په افغانستان کې امنیتي وضعیت په خرابېدو دی؛ په ځانګړي ډول د تاجکستان او ترکمنستان له سرحدونو سره. انتوني انتونوف په کوالالامپور کې تېره ورځ دا هم وویل چې موږ دا څارو چې د داعش نفوذ په افغانستان کې په زیاتېدو دی او اوس د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې فعالیت کوي. انتونوف بیا وویل، د افغانستان په شمال کې د دغو وسله والو تمرکز ته روسیه اندېښمنه ده او د اسلامي دولت ډله په پاکستان کې مرکز لري؛ هلته خلک جذبوي او له نورو ترورستي ډلو سره اړیکې ټینګوي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال بیا وویل چې هېواد یې دې ته چمتو دی چې د افغانستان له حکومت سره د دوه اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې هر راز مرستې وکړي. ورته ژمنه د روسیې د دفاع وزارت د مرستیال تر خبرو یوه ورځ مخکې د افغانستان لپاره روسیې سفیر الکساندر مانتیڅکي کړې وه. په کابل کې د روسیې سفیر رسنیو ته وویل چې د ماسکو هڅې په افغانستان کې ښکاره دي: "موږ ستاسو په هېواد کې هېڅ ډول پټه اجنډا نه لرو. له همدې کبله موږ پرېکړه کړې چې ستاسو له هېواد او خلکو سرهد دې اهدافو په اړه مرسته وکړو. ستاسو حکومت غوښتنه کړې چې وړیا مرسته ورسره وکړو او موږ هم هغوی ته ژمنه ورکړې چې دغسې وړیا مرستې به ورته برابروو." روسیې تر اوسه په لسګونو الوتکې افغان حکومت ته سپارلي دي چې پیسې یې امریکا ورکړې وې؛ خو د روسیې سفیر وایي چې تر دې وروسته مسکو چمتو دی چې له کابل سره بلاعوضه مرستې وکړي. د اسیان یا د جنوب ختیځې اسیا د غړیو هېوادو د دفاع وزیرانو غونډې ته د روسیې د دفاع وزارت مرستیال وویل چې د شانګهای د همکارۍ د سازمان غړي هېوادونه همداراز د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي هېوادونه به هم وهڅوي چې د افغانستا ن د امنیت او د اقتصاد د پیاوړي کېدو لپاره مرستې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcc04qsm2bqse8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته