دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 106140
د ننګرهارپه هسکه مینه کې د نجونو یوه لیسه په بمونو الوزول شوې
ننګرهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شينواري ازادۍ راډیو ته ویلي، چې تيره شپه ناڅرګندو وسله والو د هسکې مينې ولسوالۍ د شپولې په سیمه کې د نجونو لیسه يې په بمونو الوزولې او د همدې لیسې په یو کیلو مټرۍ کې د هلکانو له لیسې څخه وسایل له ځانه سره وړي دي.
نوموړی وايي، دغو وسله والو لومړی د لیسو پرڅوکيدارانو سترګې او لاسونه تړلي او وروسته يې پر تخریبې اعمالو لاس پورې کړی:
"وسله والو د دې لیسې ساتوونکي تړلی دی، سترګې يې هم پرې تړلي دي، بیا د لیسې په اداره او تحویل خانه کې بمونه ځای پرځای کړي د شپې یوه بجه يي ورته انفجار ورکړی.
دا دوه ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوي او نورې خونې يې هم تخریب کړي، بيا د همدې لیسې په یو کیلومترۍ کې د هلکانو لیسې ته ورغلي هلته يي هم څوکیداران يي تړلي د مکتب شیشي ماتې کړي، په اداره کې اسناد شيندلي او د سیمې د خلکوپه خبره ځيني وسایل يي له ځانه سره وړي دي."
اصف شينواری وايي، دا لا تراوسه نه ده معلومه، چې دا کار د چا له خوا شوی، خو په خبره يې دغه ډول کارد پوهنې د دښمنانو کار دی.
ده له ولسونو او حکومتي چارواکو وغوښتل چې ژرترژره دې د دې پيښې عاملين ونيسي او د عمل په سزا دې ورسوي:
"موږنه یو خبر، چې دا کاربه چا کړی وي، خو دغسې پيښې غندو، دا د پوهنې د دښمنانو کار دی، ولس نه غواړو، چې په دې برخه کې بې غوره پاتې نه شي، ځکه دلته د دوی بچې روزل کیږي او حکومت نه هم غواړو، چې د دې عاملين ونیول شي او سزا دې ورکړي."
د حالاتو څيړونکی استاد محمد انورسلطاني وايي، د ښوونځيو تړل، سوزول او الوزول د یوازې د سیمې د استخباراتو کار دی.
نوموړی د افغانستان د پوهنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی او د سیمې استخباراتو ځينې کړۍ دا نه شي زغملی.
د ده په خبره ځيني استخبارتي کړۍ غواړي په دا ډول پيښو خلک له ښوونځيو څخه توري کړي، چې دا کار ناممکن دی:
"دا اوسنۍ پيښه نه ده په کونړکې داسې پيښې شوي، په شینوارو کې څه موده مخکې په مکمل ډول مکتبونه يي وتړل او دا، چې اوس دروازې ماتې شوي، مکتب په بمونو الوزول شوي یا وسایل ترینه غلا شوي دا د استخبارتي کړیو د هغو هڅو نتیجه ده، چې غواړي دا خلک په جهالت کې وساتي، ځکه د دوی خبرې په جهالت وخت کې ښه منل کیږي دا که مکتبونه فعاله وي نو جهالت ختمیږي په دې وخت کې د دوی هڅې ناکامه دي."
شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې د بټي کوټ په ولسوالۍ کې هم د یوې لیسې په انګړ او لارو کې ماینونه ځای پرځای شوی و، چې هغه مهال امنيتي ځواکونو له وړاندې کشف او خنثی کړل.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchk-nzv23nvzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته