دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 122458
د مالیې وزیر د پکتیکا له والي سره لیدنه وکړه
د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي د پکتیکا له والي ښاغلي آمین الله شارق سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه او له هغه سره یې د یاد ولایت په اقتصادي وضعیت، پراختیایي پروژو او نورو عایداتي سرچینو خبرې وکړې.
د مالیې وزیر د پکتیکا ولایت د والي څخه د هغه ولایت د پراختیایي پروژو، د ګمرکونو د حالت، اقتصادي وضعیت او د نورو مختلفو برخو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
د مالیې وزیر په پکتیکا کې د پراختیایي پروژو د تمویل په اړه وویل چې هغه پروژې چې په ملي بودجه کې شاملې وي او له قانون سره سمې وي، د اجرا په برخه کې به یې لازم اقدام وکړي.
د یادونې وړ ده چې د مالیې وزیر د مختلفو ولایتونو له استازو، والیانو، قومي مخورو او ولایتي چارواکو سره لیدنې کوي چې د هغوی ستونزې او لومړیتوبونه معلومې کړې او د خپل کار په ساحه کې د امکاناتو پر اساس ورته د حل لارې چارې پیدا کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری اژانس (آوا)
https://avapress.com/vdchminz623nikd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته