دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۴۶
د مطلب کود : 137155
د نړی او خپلوانو سره تعصب که سوله؛ ترامپ به څه وکړی؟!
پورتنۍ پوښتنه ډیر رسنۍ او پوهان مطرح کړی دی او هر یو هم د هغه په ځواب کی یو څه ویلی دی؟ تر هغه ځایه چی امریکا یو قوی او قدرتمنده هیواد دی او دهغوی په دولتمردانو کی د خالت او پراختیا غوښتنی روحیه د مهار وړ نه دی، نو د همدی لپاره ددی دولت او حکومت تغیر په دی هیواد کی د هر لوری څخه، پر ټوله نړی باندی په یو ډول سره اغیزه کوی.

داچی امریکا ډیر مخالف لری؛ خو تر هغه ځایه چی یو قوی او بډای هیواد دی چی حتی ددی هیواد سیاسی خارجی مخالفان نه سی کولای ددی هیواد تغیرات نادیده ونیسی؛ ځکه چی دا تغیرات او بدلونونه، د هغوی هیوادونه او دولتونو باندی هم اغیز کوی؛ نو دهمدی له مخی ویلای سو چی ټوله نړی ددی هیواد د نوی ولس مشر ښاغلی ترامپ کارونو ته په انتظار دی.

خلګ د ډیرو زاویو څخه ترامپ او د امریکا راتلونکی ته کتلی دی او خپل وړاندوینی ارائه کړی دی.

پاپ فرانسیس د نړی کاتولیکانو مشر، لومړی کس دی چی د ترامپ د قسم سره یوځای یا دهغه وروسته د هغه په اړه اظهار نظر کوی. پاپ که په خپلو خبرو کی د امریکا د نوی رییس نوم نه یادوی؛ خو ترامپ یو پوپولیست بولی چی د هیتلر په شان د خپلو فکرونو سره نړی بحران لوری ته یوسی.

د العالم څخه په نقل سره، پاپ فرانسیس ال پاییس ورځپاڼی ته خبرو اتروکی د پوپولیستی غورځنګونو د ظهور په اړه چی د بحران د رامنځته کیدو لامل ګرځی او نور منجیانو انتخاب لوری ته وړی، هشدار ورکړ.

په پوره توګه، بحرانونه اندیښمند دی. زما له نظره، که وغواړم یو مثال د پوپولیستیانو په اړه په اروپایی معنی راوړم، باید دجرمنی ۱۹۹۳ میلادی کال د مثال په توګه یاد کړم. د بحران وروسته، جرمنی دهغه شخص په لټه کی وو چی هویت یی بیرته راوګرځوی، دا کس نوم یی آدلف هیتلر وو چی ویل ( زه  کولای سم، زه کولای سم ).

هیتلر قدرت په زوره وانه خیسته بلکه د جرمنی خپل ملت هغه وټاکه او دهغه وروسته هغه خپل ملت ویران کړ. هغه د هیتلر په شان د بل کس نړی ته راتلل ډیر خطرناک وبلل او اضافه کړ: وبه وینو چی څه به وکړی؛ او دهغه په اساس به، آرزونه وکړو.

ترامپ د ځینو کسانو په نظر هم ناسیونالیستی دی چی د امریکا اصلی هویت(پیژندنه) د بیرته راګرځولو لپاره دی.

ترامپ هم خپل قدرت د ناسیونالیستی افراطی فکرو څخه اخلی چی غواړی د جهانی کیدو په وړاندی ودریږی. ترامپ د خپلو انتخاباتی مبارزو په جریان کی، ډیر نقیضی خبری وکړی چی د هغه هیڅ یو په اړه قطعی حکم نه سی صادریدلای چی څومره به په خپلو خبرو وفادار پاته سی؛ خو یو اساسی نکته باید له یاده ونه باسو چی د هغه ټوله مقصد یو وو، د امریکایی هویت بیاژوندی کول د یو قدرتمنده ملت په عنوان، متمول او ماته نه منونکۍ.

ترامپ په خپلو انتخاباتی شعارونو کی ډیر دا خبری ته اشاره وکړ چی او د بیاژوندی کولو وعدی ورکړ او دهغه ارزشونو وعدی یی ورکړ چی دهغه په وینا د اوسنی زمامدارانو په واسطه هیر سوی دی. آیا دا ددی په معنی نه دی چی نړی بیرته راګرځیدو ته اړتیا لری، هغه څه چی یو سلنه مخکی کارل پوپر ورته اشاره کړی وو. پوپر هروخت چی دموکراسی دشمنانو په اړه خبری کولی، د دموکراسی ملاتړ کوونکی ته هشدار ورکوله چی تیرسوی وخت ته بیرته ګرځیدو لپاره امکان شتون لری او باید دهغه کم ونه ګڼو.

البته دا په دی معنی نه دی چی ترامپ به امریکا تیرسوی استبدادی حالت یوسی، خو په ټولنه کی هر وخت پټ حسرت او غوښتنه تیر حالت ته بیرته ګرځیدو لپاره سته، تیر سوی نوستالژی هر وخت د انسانانو سره شتون لری او بیله دی چی منطقی دلیل ورته ارایه کړل سی، انسانان فکر کوی چی تیرسوی وخت د نن څخه ښه وو، که داسی هم نه وو.

ترامپ ددی نه مخکی چی راتلونکی پوری اړه ولری، تیر وخت پوری اړه لری او حتی د هغه د کامیابی یو دلیل په انتخاباتو کی هم همدا وی. هغه وخت چی کارګران راځی د سرمایه داری نماد ته رای ورکوی، آیا د مارکس د خوبونو د راژوندی کولو په معنی نه دی چی ځینی مفکران د هغه د راژوندی کیدو څخه اندیښمند دی؟

ځینی پوهان هم د ترامپ اقتصادی دوری تګلاری مطرح کوی او دا چی د امریکا دا بډا ولس مشر به د هغه غریبو فکرو سره، کوم عمل به د امریکا ملت او اقتصاد سره وکړی او نور نړی اقتصاد او ملتونو سره به څه وکړی؟!

د ډیرو پوهانو په نظر ارایه سوی فکرونه د ترامپ له خوا د ایران پر اقتصاد او اقتصادی امنیت باندی کولای سی اغیزه وکړی؛ داسی فکرونه او تهدیدونه، د برجام برطرفه کیدل د امریکا د نظامی مصارفو کموالی پوری په میانه آسیا کی، لرونکی دی.

د ترامپ برنامه د اقتصادی سیاستونو لرونکی دی چی ددی هیواد اقتصاد وړاندوینی تر اغیزی لاندی قرار نیولی دی او په غیری  مستقیم ډول سره کولای سی د نړی اقتصاد، د هغه جملی څخه د ایران اقتصاد تر اغیز لاندی راولی.

د ترامپ اقتصادی فکرونو په نظر کی نیولو سره نړی بیلابیلو سیاستونو لکه کلک، وچ او آمریکایی سیاستونو ته په صبر دی. هغه شعارونه چی سل په سله د مصرفونو ډیروالی، دفاعی او آمریکا نظامی بودجی د ډیروالی معنی داره پیامدونه تر څنګ لری او د ترامپ اقتصادی سیاستونه پر نړی او ایران باندی په اوسنۍ شرایطو کی د ډیر اهمیت څخه برخمن دی.

په هر حال کی، ټوله نظرونو او وړاندوینی ته په کتو سره چی د ترامپ په اړه ویل سوی دی؛ خو واقعیت دادی چی په مشخصه توګه تر اوسه شکاره نه دی چی ترامپ به په ټوله برخو کی څه به وکړی او دامریکا ملت او دولت او نړی سره به څه وکړی تر ټولو مهم موجود لابی ګانی په سپین کاخ کی به څومره د امریکا نوی رئیس جمهور ته آزادی ورکړی.
https://avapress.com/vdchmqnzm23nxzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې