دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 143608
کندهار والي په پنجوايي کي ۸ پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي کړې
کندهار، افغانستان- کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا پرون غرمه په پنجوايي ولسوالۍ کي د ۷ ويالو او انارو د ۱۷۵ جريبه باغونو پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي کړې.
ښاغلي ويسا د مرستيال والي حاجي عبدالحنان منيب په ملتيا پرون پنجوايي ولسوالۍ ته سفر کړی وو او هلته يې د فوډ زون په مرسته بشپړي سوي پروژې ګټي اخيستني ته وړاندي کړې. په پنجوايي کي د ۹۵۷۷۲۷ ډالرو په لګښت ۷ ويالې بيا ورغول سوې او د ۷۱۸۳۷ ډالرو په لګښت پر ۱۷۵ جريبه مځکه د انارو باغونه جوړ سول. یادي پروژې د فوډ زون پروګرام له خوا د ۳ مياشتو په اوږدو کي بشپړي سوې.
کندهار والي تورنجنرال ارکان الحرب زلمي ويسا خوښي څرګنده کړه چي په پنجوايي کي د پخوا په پرتله پرمختګ سوی او ژمنه يې وکړه چي په زراعت، پوهنه او روغتيا کي به نوري پروژې هم عملي کړي. ښاغلي ويسا د ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل چي له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په تامين کي مرسته وکړي. هغه زياته کړه چي په ټولو هغو ولسواليو کي به پروژې پلي کړي چي خلک يې د امنيت په تامين کي همکاري وکړي او بيارغوني ته زمينه برابره کړي.
د ولايت مقام اداري مرستيال حاجي عبدالحنان منيب په پنجوايي کي د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندي کړل او ويې ويل چي ولسوالۍ ته يې له راتګ څخه هدف د يادو پروژو ګټي اخيستني ته وړاندي کړل او د خلکو غوښتني اورېدل دي. هغه زياته کړه چي دغه پروژې په زراعتي برخه کي زيات تغير راولي او له دې سره به د اوبو د عادلانه وېش ستونزه تر ډېره حده هواره سي.
د زراعت رئيس سيد حفيظ الله سعيد وويل چي په پنجوايي کي يې ژور څاګان او ۱۵ کشمش خانې جوړي کړي او لا هم پلان لري چي دغلته ځيني نوري زراعتي پروژې عملي کړي.
د عامي روغتيا رياست مرستيال احمدالله فيضي وويل چي په دې ولسوالۍ کي ۵ فعال کلینيکونه لري او ډېر ژر به د دوو نورو کلينيکونو د جوړېدو کار هم پيل سي.
https://avapress.com/vdchvxnz623nk-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته