دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۱۷
د مطلب کود : 114647
پکتيا: لاسوهنو د ګمرک په عوايدو منفي تاثير کړی دی
د پکتيا ولايت د ګمرک چارواکي وايي چې د دوی په چارو کې د ځينو غيرمسول کسانو لاسوهنو د دې ګمرک په عوايدو منفي تاثير کړی دی.
د پکتيا د ګمرک لوی مديرصديق احمدخېل وايي، ځيني کسان د شخصي غوښتنو پراساس د دوی په چاروکې مداخلې کوي او غواړي په يو نه يو ډول د ګمرک مامورين دوی ته په امتياز ورکولو مجبور کړي:
((بعضې کړۍ شته چې د ګمرک په اموراتو کې زياتې ژورې لاسوهنې کوي او که دغه مداخلې بندې شي او ونه شي او مخه يې ونيول شي او دې ځينو خلکو ته وويل شي چې په مختلفو بهانو خلک دې ته مه مجبوروه چې خلک ستاسو حق ته قايل شي او تاسو ته امتيازات درکړي، که چېرې دغه لاس وهنې بندې شي، نو زه تاسو ته په ډاګه ويلای شم، ګمرک به ډېر نور هم پرمختګ وکړي او ډېر لوړ عوايد به په لاس راشي.))
نوموړی زياتوي چې که دا مداخلې همداسې دوام وکړي، د دوی د ګمرک په عوايدو مستقيم اغېز لري او وبه نه شي کولای د عوايدو په برخه کې ورکړل شوي پلان ته ورسيږي.
احمدخېل د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک په ګمرک کې د فساد خبره ولې کوي وايي:
((د فساد په ارتباط به دومره درته ووايم چې په هېڅ اداره کې به داسې نه وي چې ستونزه به نه وي، ستونزې به وي خو د فساد په اړه به دومره درته ووايم چې ټولو ته به چلېنج ورکړم چې رادې شي او د پکتيا په ګمرک کې دې فساد ثابت کړي ټول مسوليت به يې زه په خپله غاړه واخلم، بعضې خلک شته چې شخصي اهداف او غوښتنې لري، حتی دوی په ډاګه وايي چې ما دا مصارف کړي دي او زه چې په دا کوم موقف کې يم د همدې لپاره يم چې يو څه پيدا کړم، که وخت يې راغی يکه، يکه به يې درته وښيو اوس يې ايجاب نه کوي.))
دی زياتوي، هغو خلکو ته چې د حکومت په داخل کې دي او د ګمرک په چارو کې مداخلې کوي، خبر ورکړی دی او که چېرته يې ورسته له خبر ورکولو هم مداخلې وکړې ښايي دوی نومونه رسنيو ته سره له اسنادو ورکړي.
په ګمرک کې د ستونزو او د يادې ادارې د مشر د خبرو په اړه مو د پکتيا ولايتي شورا منشي محمدالرحمن قادري څخه وپوښتل هغه وويل چې شخصي برخوردونه به د دې ولايت په بدنامۍ تمام شي:
((هرڅوک چې په ګمرک کې فساد ويني، هغه دې شواهد او اسناد راواخلي تر څو د اصلاح په خاطر باندې کار وکړو او هغه څوک چې په ګمرک کې د شخصي ګټو په خاطر مداخله کوي او زما په نظر ښه به دا وي چې ملي ګټې په پام کې ونيسي، هسې نه چې ددغې لارې ټرانزيټ کېدو ته تاوان ونه رسيږي او هغه تجاران چې په دې لاره مالونه راوړي هغه نورو لارو ته وګرځي او د دې ګمرک په عوايدو تاثير وکړي او يا زموږ د ګمرک عوايدو ته تاوان ورسوي.))
نوموړي زياته کړه چې که چېرته د پکتيا په ګمرک کې د فساد په اړه له کوم چا سره اسناد موجود وي، په شريکه به يې د اصلاح لپاره کار وکړي او د فساد مخه به ډب کړي.
د پکتيا د ګمرک چارواکي دا خبرې چې د شخصي لاسوهنو او غوښتنو پر اساس يې په عوايدو منفي تاثيرات راځي په داسې حال کې کوي چې سږني عوايد يې د تېر کال په پرتله د دوی په خبره ۵۸ فيصده لوړ تللي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci55azyt1azq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته