دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 80659
پکتيا: په کوچنۍ پروژه کې په لويه کچه فساد
د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسولينو د دوه لکه پنځوس زره امريکايي ډالرو په پروژه کې دوه لکه ډالر فساد کړی.
په پکتيا پرېس کلب کې د رسنيو استازو ته په لاسته ورغليو اسنادو کې څرګنديږي، چې په ياده پروژه کې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په اندازه فساد شوی دی.
د حرفوي زده کړو دغه شپږ مياشتنۍ پروژه دکار او ټولنيزو چارو رياست له لوري د اړوند وزارت له خوا په سيد کرم ولسوالۍ کې د هغو ۲۰۰ کسانو له پاره د کار پيدا کېدو په موخه ډيزاين شوې وه چې د سولې له بهير سره يو ځای او يا له جګړې څخه په بشپړ ډول لاس په سر شوي وي.
په اسنادو کې د دې پروژې ټوله بوديجه (۲۵۲۶۸۱) دوه لکه شپږپنځوس زره شپږسوه يو اتيا امريکايي ډالرو ته رسيږي خو داسنادو له مخې يوازې پنځوس زره امريکايي ډالر مصرف شوي او دوه لکه دوه زره شپږ سوه يو اتيا ډالر لا هم نادرکه دي .
د يادې پروژې په پروفوزل او اسنادو کې څرګنديږي چې د حرفوي زدکړو له فراغته وروسته به د پروژې د هر يوه کارکوونکي له پاره، د کاري وسايلو ځانګړې بکسه اخيستل کيږي چې د ټولو مجموعي بيه شل زره امريکايي ډالرو ته رسيږي؛ خو د ترلاسه شويو کره معلوماتو او اسنادو له مخې هېڅ يو فارغ شوي کس ته دغه کاري وسايل نه دي ورکړل شوي.
د وسايلو د ورکړې په اړه د دغې پروژې کارکوونکي او د سيمې قومي مشران وايي چې نه کوم وسايل ورکړل شوي او نه هم د وسايلو په بدل کې پيسې .
د دغه پروژې په اړه د سېدکرم ولسوالۍ چارواکي او قومي مشران وايي ،له وړاندې يې په ياده پروژه کې فساد لیده خو په خبره ېې چې ولايتي ادارې ته يې په وارونو، وارونو مکتوبونه لېږلي او مخامخ ناستې يې کړې دي، خو سره له دې هم چا مثبت يا منفي ځواب نه دی ورکړی .
د سېدکرم ولسوال نياز محمد خليل وايي چې د قومي مشرانو، د پروژې استادانو او شاګر دانوڅخه تر لاسه کړي شکايتونه يې په خپل وخت د ولايت مقام ته رسولي دي او په دې جريان کې يې په ۷ مکتوبونو ور استولو سربېره ګڼې ټليفوني اړيکې هم نيولې دي خو کومه نتيجه يې نه ده ليدلې.
په دې پروژه کې د سېدکرم ولسوالۍ يو تن قومي مشر حاجي مېرزا وايي هاغه وخت ،چې دغه پروژه په دې ولسوالۍ کې پلي کېده، دوی ولسوالۍ، رياست او ولايت ته شکايت کړی دی، خو په خبره يې ځکه کومې ښکاره نتيجې ته نه دي رسېدلي چې له لويه تر واړه ټول په فساد ککړ دي :
” موږه راغلو والي صاحب ته مو عريضه وکړه، والي صاحب احکام راکړل او ويې ويل چې څارنوالي به په دې برخه کې کار درته وکړي، موږ څو څو ځله څارنوالي ته راغلي يو، خو يوه او بله بهانه کوي، له يوه يا دوو به نه وايم چې قومي مشران به ورسره په فساد کې وي، نور خو که څارنوال دی که د اوموراجتماعي ريس ده، که ولسوال ده او يا د موسيسې والا او يا د کرياجاتو والا دا ټول په فساد کې سره ښکېل دي “
په ياده پروژه کې د پينځو حرفو؛ نل دواني ،نجاري ،خياطي ،ويرينګکاري او مستريتوب په برخه کې کسانو ته شپږمياشتنۍ زده کړې ورکول کېدې.
د پروفوزل له مخې په کار وه چې د شپږو مياشتو په موده کې، د پروژې د پلې کېدو له پاره د دولس زره امر يکايي ډالرو په اندازه خام مواد واخيستل شي؛خو د حرفوي زدکړو د شاګردانو او استادانو په خبره ،چې دوی ته يوازې د زرو امريکايي ډالرو په اندازه خام مواداخيستل شوي او نورې پيسې حيف او ميل شوې دي .
د کار ټولنيزو شهدا او معلولينو وزارت ته په وړاندې شوي او منظور شوي پروفوزل کې د دې پروژې له پاره د کور کرايه ، دفتري وسايلو اخيستل، د پرسونل معاشونه او نورو بېلابېلو توکو او فعاليتونو له پاره شاوخوا يو لک او شل زره امريکايي ډالره ځانکړي شوي وو، خو اسناد داسې په ډاګه کوي چې يوزاې څو زره امريکايي ډالره لګول شوي او نور د موسسې او چارواکو شخصي جيبونو ته تللې دي.
د پکتيا کار،ټولنيزو،شهدا او معلولينو چارو ر يس عبدالصمد مصلح نه غوښتل د دې پروژې په اړه له رسنيو سره خبرې وکړي او ويل يې چې د ولايت مقام څخه په دوی باندې د خبرو کولو بنديز لګېدلی دی.
خو د رسنيو د پرلپسې هڅو په نتيجه کې نوموړی اړ شو چې ووايي پروژه شاوخوا يو کال وړاندې داړوند وزارت له خوا د (معتبر) په نامه يوې موسيسې ته ورکړل شوې وه :
” د سيدکرم د پروژې په اړوند بايد تاسې ته ووايم چې دا پروژه پروسږ کال د وزارت له خوا په ولايت کې د روسيا په نوم موسيسې سره قرارداد شوی دی،پروژه عملاً تطبيق شوې ده، خو په هغه ډول نه چې بايد تر سره شوې وی، يعنې پيسې مکمل خلکو ته نه دي ورکړل شوې“
مصلح په ده د لګېدلو تورنو په اړه چوپه خوله پاتې کيږي، خو وايي چې د پروژې پلې کېدو پر وخت يې د ولايت مقام خبر کړی او په خبره يې د يادې پروژې د فساد دوسيه فعلاً په څارنوالۍ کې ده :
” د دې موضوع موږ ولايت مقام او څارنوالۍ ته خبر ورکړی دی، دوسيه په څارنوالۍ کې ده، تر اوسه طی مراحل نه ده شوې، هغه د څارنوالۍ کار دی چې څه پرې کوي، خو زه دومره ويلای شم، چې پروژه تطبيق شوې ده، څه نا څه مشکلات پکې وو د ولايت د هدايت سره سم موږ د دې پروژې کار بند کړی، خو موسسې بېرته شروع کړی دی او وايي چې موږ پروژه ختمه کړې، موضوع په څارنوالۍ کې ده او چې کله موضوع روښانه شي بيا به څرګند شي“
د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ډاکټر عالمير ځاځی د دغه رياست چارواکي په ډېرو نورو پروژو کې هم په فساد ککړ ګڼي وايي :
” د کار،ټولنيزو شهدا او معلولينو رياست چارواکي په ډېرو فسادونو کې ککړ دي، همدرانګه په نورو بعضو پروژو کې يې فساد کړی ، په دغه رياست کې ډېر فساد دی، ولايتي شورا ترې ناراضه ده او په هغه کچه فساد پکې ليدل کيږي چې د ولايت په کچه ساری نه لري“
دا اسناد په داسې حال کې افشا کيږي چې نږدې درې مياشتې وړاندې د پکتيا والي جمعه خان همدرد ته د يادې ادارې د اصلاحاتو راوستو او ورکو شويو پيسو پيدا کېدو په موخه ورسپارل شوي وو، خو تر دې مهاله پکتيا والي لا هم د دې ادارې د ريس او رياست د اصلاحاتو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcf1vdc.w6dxtaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته