دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۳
د مطلب کود : 62725
پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تېره شپه بهرنيو ځواکونو پر يو کور عمليات کړي
د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تېره شپه بهرنيو ځواکونو پر يو کور عمليات کړي يو کس وژل شوی او يوه ښځه ژوبله ده.
د سيمې اوسېدونکي وايي د بټوري کلي اوسېدونکي ميرزا پر کور په عملياتو کې په خپله دی وژل شوی او يوه ښځه ټپي شوې دي.
د څمکنيو ولسوالۍ قومي مشر احمدګل منګل ازادۍ راډيو ته د ټليفون پر ليکه وويل په دغو عملياتو کې درې تنه بهرنيو ځواکونو له ځانه سره وړي دي.
دی وايي که چېرته بهرني ځواکونه وړل شوي کسان خوشې نه کړي دوی به له مرکز ګردېز سره د څمکنيو،پټان او ځاځي اريوب ولسواليو لارې وتړي او وژل شوی کس به هم ترهغو خاورو ته و نه سپاري : ”که زموږ بنديان راخوشې نه شي موږ لارې بندوو او مړی خاورو ته نه سپارو“
پېښه د پکتيا امنيتي چارواکي مني وايي د دې ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې بهرنيو او افغان کمانډو ځواکونو عمليات کړي دي،د عملياتو پر مهال يو کس د کور څښتن وژل شوی دوه تنه ښځې سطحي ټپيانې او درې تنه شکمن کسان نيول شوي،د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل: ” تېره شپه افغان کمانډو او سپېشل فورس عمليات کړي، يو کس وژل شوی او يوه ښځه ټپي ده، درې کسه شکمن نيول شوي دي او زموږ د معلوماتو له مخې چې وروسته به يې جزيات معلوم شي، په دې کې يو قومندان نيول شوی“
په روان ۱۳۹۲ لمريز کال کې دا لومړی ځل دی په پکتيا کې بهرني او افغان ځواکونه په ګډه عمليات ترسره کوي او خلکو ته پکې مرګ ژوبله اړوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjiaem.uqe88z,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته